شعر

غني څاروان
خلکو یو څو خبرې زما واورۍ پخې یـــــــــې واورۍ
که د زاهد سترګې ړندې شي په سبب د اوښکـو
که د ذاکر په ژبه نوم د الله تل جـــــــــــــــــاري وي
که خوږ بدن څوک په نفلو او په سجدو کړي ستړی
که د رسول پاکه روضه څوک په بڼو جارو کـــــــــړي
که وږي تږي یې همېش په دستر خوان راټــول وي
که د مور پلار خدمت ته تل لاس په نامــــه ولاړ وي
والله که یو ساعت پیره د سنګر، په دغو ټولو ورکـــــــــــــــړم
خدایږو که څاڅکی زه شهید وینه مې، په دغو ټولو ورکــــړم
په خدای که یو ګوزار د یو سپینې تورې، په دغو ټولو ورکړم
قسم که یو شرنګ د زندان زولنو، په دغو ټولو ورکــــــــــــړم



