برازيل کې د ۴۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت زمرود موندل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳) الماس خدرخېل

د سپونټيک د راپور له مخې په برازيل کې د ډبرو او کانونو ماهرينو د ۳۶۰ کيلو ګرامه وزن په اندازه زمردو موندلی.

د زمرودو دغه ډبره د برازيل په شمال د کانايبا په کان کې موندل شوی چې اوږدوالی يې د يونيم متر په اندازه دی.

کارپوهان وايي، دغه ډبره په ډير مهارت راويستل شوې او که لږ درز هم پکې راغلی وی نو د هغه قيمت به يې ډېر راکم کړی وی.

د قيمتي ډبرو پيژندونکو ويلي، ښايي دغه ډبره د ۴۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت قيمت ولري او په وينا يې که دغه ډبره پاکه شي، نو له ۲۰۰ زرو قيراطو زيات زمرود ترې ترلاسه کيدلی شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button