د شمالي ټلوالې درزونه پراخ شول!

سرليکنه
د يوې مياشتې راپدېخوا راپورونه ترلاسه کيدل چې شمالي ټلواله حکومت ته د تسليم شوي، ګلبدين ډلې په مقابل کې خپل عکس العمل په خپل يووالي سره ښکاره کوي او د دې زيات امکان ؤ چې په پراخه اکثريت سره به خپل يووالى څرګند کړي؛ خو د تمې خلاف شمالي ټلواله په ځای د دې چې په خپلو کې سره د روانو سياسي پخلاينو يا د شمالي ټلوالې په وينا په سياسي تسلیمېدا سره راټول شي، په خپلو کې سره وويشل شول.
ډاکټر عبدالله او نور څلور ملګري یې چې په شمالي ټلواله کې یې غوړ رول لاره له ائتلافه ایستلي دي.
دا چې امرالله صالح به په دې سياسي ائتلاف کې د عبدالله سره يوه خوله شي او که به عبدالله د خپل ګوند (روند سبز) غړى کړي، لا څرګنده نه ده؛ خو داسې ويل کيږي چې عبدالله به د صالح په ملګرتيا په نوې بڼه راښکاره کيږي.
اوس چې په شمالي ټلواله کې درزونه پراخه شول او د عبدالله نوم په دې نوې شورا کې نه ليدل کيږي، شايد شمالي ټلواله په ځای د دې چې په نوي فعاليت پيل وکړي له منځه ولاړه شي؛ ځکه دا مهال امرالله صالح د روند سبز ګوند مشري پر غاړه لري او عبدالله په حکومت کې اجرائيه رئيس دی، د دواړو سره د هغو کسانو ملګرتيا شونې ده چې له جمعيت ګونده مرور شوي دي.
د جمعيت ګوند له شمالي ټلوالې جوړ دى، چې اوس یې دا دى ٦٤غړي اعلان کړل؛ خو په دې غړو کې هغه کسان هم شته چې اوس مهال په حکومت کې په مهمو پوستونو کارکوي او يا د بلخ د والي عطا محمد نور سره نږدي اړيکې لري. نور غواړي په حکومت کې د پراخې ونډې په درلودلو سره شمالي ټلواله لوړ مقام ته ورسوي، خو دا چې اشرف غني یې د زړه له اخلاصه ملګرتيا نه لري شايد خپل هدف ته ونه رسيږي.
د جمعيت د ګوند د شورا په اړه تېره مياشت ويل کيدل چې شايد نور د جمعيت ګوند د رئيس په توګه راښکاره شي، ځکه له شپږو کالو راهيسي د جمعيت ګوند غواړي خپل ملګري سره را ټول کړي، خو تراوسه نه و توانيدلى.
اوس یې د سياسي پخلاينې په خاطر چې خپل ګوند وځلوي په بيړه خپله شورا اعلان کړه.
د جمعيت د ګوند شورا په اصل کې د عطا محمد نور او اشرف غني د ليدنو پايله ده، چې په حکومت کې فعاله ونډه لري او په خپل حضور سره غواړي د ګلبدين د ځینو سياسي فعاليتونو مخه ونيسي. د عطا محمد نور او دوستم په اړه دمخه ويل کېدل چې د سياسي پخلاينې په مقابل کې به سره ائتلاف کوي، خو د جمعيت د ګوند لخوا د شورا اعلان پرې ړومبى شو.
که د جمعيت ګوند خپله شورا اعلانول د ځان په ګټه بولي او وايي چې عبدالله او صالح یې له ګونده ایستلي دي، دې ګوند دوه تاوانه وکړل؛ لومړی دا چې په خپل ګوند کې دننه درزونه یې رابرسيره شول او دویم دا چې له جمعيته مرور اشخاص به له عبدالله او صالح سره يو ځای شي، جمعيت به په دوه ډلو سره وويشل شي. هغه تمه چې دمخه د جمعيت ګوند غړو له له ګونده کوله اوس به یې شونې تمه له منځه ولاړه شي.
په جمعيت ګوند کې شته درزونه چې دمخه یې اثرات ليدل کيدل او عام ولس ته ښکاره نه و، اوس د دې شورا په جوړولو او د عبدالله او صالح په لرې کولو ښکاره شول. همدا ډول یې اختلافات هم زيات شول، دمخه به د جمعيت يو غړي د شمالي ټلوالې په نامه ډير څه کول، خو اوس د شمالي ټلوالې درزونو دا وښوده لکه څرنګه چې جمعيت ګوند په ډلو وويشل شو دا رنګه شمالي ټلوالې کې درزونه هم مخ په زياتېدو شول.
که د جمعيت ګوند په مشرۍ صلاح الدين رباني او عطا محمد نور سره وران نه شول، يو څه وخت پورې به یې د ګوند نوم ژوندی وي؛ خو که په رياست سره وران شول، بيا شمالي ټلواله او جمعيت ګوند ټول له خطر سره مخ دي. د شمالي ټلوالې درزونه به دومره پراخه شي چې د ګوند په نامه، يا د شمالي ټلوالې په نامه به بيا نه سره راټوليږي.
اوس چې د جمعيت ګوند په حکومت کې يو څو مهم وزارتونه لري، شايد په راتلونکې کې يو شخص جمهوري رياست انتخاباتو ته کانديد کړي او هم عبدالله او صالح ورته عمل وکړي؛ خو په ټوله کې به د نویو سياسي پخلاينو مخه په اختلافاتو سره ونه نيولاى شي.
په افغانستان کې اختلافات په کلونو کلونو دوام لري، خو ائتلاف ډير عمر نه لري. د احمدشاه مسعود او ګلبدين ائتلاف، د ګلبدين او دوستم ائتلاف، د استاد رباني او ګلبدين ائتلاف، د ګلبدين او شهنواز تڼي ائتلاف يا د بغاوت ملګرتيا؛ دا ټول هغه څه دې چې په امتيازاتو له منځه وړل شوي دي. ائتلافونه په دې باوري نه دي چې هميشه سياسي مشرانو د خپلو غرضونو لپاره ائتلافونه کړي دي او چې پوره شوي نه دي بيا سر ه ړنګ شوي دي؛ ځکه خو د شمالي ټلوالې ائتلاف بې باوره او درزونه یې باوري دي، چې په لنډه موده کې به په څو ډلو ويشلو سره راڅرګند کړل شي.



