روسيه: امريکايي پوځيانو په داعش وسله والو وسلې پلورلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۳) منصور

روسيه وايي، امريکايي پوځيانو د افغانستان سرپل ولايت کې پر داعش وسله والو وسلې پلورلي دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دوی داسې مالومات ترلاسه کړي چې امريکايي پوځيانو د ياد ولايت په کوهستانات سيمه کې پر داعش وسله والو وسله پلورلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، يو شمير امريکايي عسکر په ياده سيمه کې له وسلو سره نيول شوي او په وينا يې، ياده سيمه کې داعش وسله وال هم په زياته اندازه پيسو سره نيول شوي چې له امريکايي عسکرو يې وسله پلورله.

څه موده مخکې ځينې افغان چارواکو په روسيې تور پورې کړی و، چې ګوندې له افغان طالبانو سره يې مرستې کړي دي.

خو د روسیې سفارت اندېښمن دي او د افغان چارواکو دغه تورونه يې رد کړي دي.

کابل کې د روسیې د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې هېواد یې له هېڅ وسله والې ډلې سره مرسته نه ده کړې او نه له دوی څخه ملاتړ کوي.

مخکې هم داسې راپورونه ورکول شوي، چې امريکايي الوتکې داعش وسله والو ته د وسلو مرسته کوي او له داعش سره جنګېدونکي وسله وال په هوايي بريدونو کې له منځه وړي.

تر اوسه امريکايي او افغان چارواکو د روسيې د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button