د ناټو په غونډه کې افغان پلاوی ګډون نه کوي

- (کابل ټکی کام ۳ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د ناټو په راتلونکې غونډه کې چې د افغانستان په هکله به هم خبرې پکې کېږي، د ملي وحدت حکومت کوم استازی ګډون نه کوي. د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب الله رسنیو ته په څرګندولو کې ویلي، په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کېږي خو د افغانستان هیڅ کوم استازی به په دې غونډه کې ګډن ونکړي.
نوموړي زیاته کړې “د ملي وحدت حکومت هیله لري چې په غونډه کې په افغانستان کې د روان بحران په اړه جدي او هر اړخیزې خبرې وشي.” همدا راز ټاکل شوې په یاده جوړېدونکې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د ماموریت پر څرنګوالي هم خبرې وسي.
تر دې مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي و، چې په افغانستان کې به د خپل ماموریت په اړه ددغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې چې سبا په بروکسل کې جوړيږي هر اړخیزه پرېکړه کوي.
افغان ولسمشر بیا ددغه سازمان له مشر سره څو ورځې وړاندې په یوه ویډیويي کنفرانس کې ویلي و، چې ناټو دې په افغانستان کې خپل ځواکونه نه ډيروي بلکې پر ځای دې یې د افغان ځواکونو ملاتړ ډیر کړي.
دا چې په دغه غونډه کې د افغانستان استازي ولې له ګډون کولو غوڅ انکار کړی په اړه یې د ولسمشر د ویاند مرستیال څه نه دي ویلي.



