څرنګه کفارو مسلمانان انحصار کړل؟

ليکوال: عبدالرحمن ذکي

محصل پوهنتون

اسلام يو سپيڅلي او رښتوني دين دي دين مبين اسلام د نړي ترټولو اديانو افضليت او تقدس لري د اسلام احکامات مسلمانانو تهپه پورا بڼه راليږل شوي دي او په کلام الله کښي د تيرو امتونو دحالاتو په هکله دغه رنګه د موجوده دور او د راتلونکي نسلونوته زوند تيرولو لپاره د هدايت ذريعه د قران کريم پيروي او دحق تعالي د احکامو اتباع بلل شوي ده اسلام مسلمانانو ته د زوندتيرولو په برخه کښي هيڅ يو داسي لارښونه نه ده پري ايښي چهد نړي نورو اديانو څخه توپیر پيدا کړی.

او ددغه سپيڅلي دين د قانون او احکاماتو لاندي په تيرو ۱۷پيړيو کښي مسلمانان د نړي په سطح ځليدلي دي او په نړي کښيد خپل مقدس ددين  ساتلو او د قران کريم او دسنت د اتباع لپارهيي چه کومي هلي ځلي کړي په عوض کښي يي له هر لوري پهکفري دسيسو او سازشونو په خلاف برياوي او او په کفاروباندي غلبه تر لاسه کړي يعني په شروع د اسلام کښي بيا تراولسم پيړي پوري مسلمانان له ډير کم تعداد سره سره د ايمانيجذبه او قوت درلودلو په وجه د نړي په سطح په هره برخه کښي پيروز شوي دي اوپه نورو علمي چارو کي مهمپرمختګونه ترلاسه کړي دي.

“د بيلګي په توګه په ديني علومو او طبي علومو کښي لکه علمشناسي، علم فلکيات، علم نجوم، جغرافيه، علم تاريخ، علمرياضيات، علم الارض، او د ساينسي څيړنو په برخه کښيساينس پوهانو لکه ابن سينا، ابو ريحان البيروني، الکندي،الرشدي، دغه رنګه نورو ډير خدمتونه کړي دي د کاغذجوړول، قطب نما الوتکي الوتنو زده کړه، دنيزو د زده کړو، دبيړيو او کښتيو چلونو زده کړه، د مصر او نورو مسلمانانوسپيڅلي اختراعات درلودل.

الله رب العزت مسلمانانو ته هر قسمه اسانتياوي ور په برخهکړي وي لکه تيل زراعت قدرتي معدنيات او سيندونه ورکړي دغه رنګه د سياست په چوکاټ د ښي حکومت والي او اسلامينظام پامالولو په وجه خپل کارنامي د تاريخ په مخ موجودي دياود تل لپاره يي  ځاي موندلي دي د مسلمانانو دغسي ښي کړنيپه ټوله نړي کښي ستر معيار قايم کړي.

کفار د مسلمانانو له کارنامو څخه ډير متاثر وه کابو څو پيړي دنورو اديانو پيروان د مسلمانانو د دغو ستر کړنو په وجهدمسلمانانوترسلطه لاندي اوسيدلي دي او کفري نړي دا هر څهعلوم او اختراعات په عملي توګه اخيستلو لپاره له ډيرو ناوړوهربو او او منفي دسيسو او تير ايستنو په صورت کښي لهمسلمانانو څخه بيرته اخيستلو لپاره هلي ځلي شروع کړيبالاخره دوي کامياب شول.

دا نوبت هغه وخت پيدا شو چه کله مسلمانانو خپلي مقدس دين اود حق تعالي د لاري ساتنه پريښوده او له کفري ننګونو سره مخپه سر شول.

ما ته ددغي تير تاريخ تکرارول ځکه محسوس شو چه کلهمسلمانان په خپل مقدس دين ولاړ وو د الله رب العزت مدد اونصرت له دوئ سره وو خو متصفانه کله چه مسلمانانو کښي داتفاق او يووالي فضا له منځه لاړه نو دوي هر سه يي د کفاروپه لمنه کښي ورواچول له هغه وخته بيا تر ننه پوري چهمسلمانان له کوم زوال او بدبختي سره مخامخ سو هغه يواځينيلامل يي د حق د لار پرايښول وه.

کفري نړي له دغه حالت څخه په استفاده سره په بيلا بيلو دسيسولاس پوري کړ او دمسلمانانو په منځ کښي رواني جګړي پهصورت کښي لکه په ټولنيزو رسنيوکي د مسلمانانو په خلافپرو پاګند او غلط تبليغات خپرول د رسنيو په توسط مسلمانانو دايماني قوت ختمولو لپاره په مختلف نومونو لکه افراط ګري يانور تروريست ډلو وګمارل شول ددوي په منځ کښي مذهبيتفرقه لکه روا او ناروا لاره دغه رنګه مذهبي تعصب د زياتولولپاره فساد پيدا کول د مسلمانانو په ټولنه کښي يي بي حيايي او دنفساني خواهشاتو مړولو لپاره يي مختلف قسمه الات پيدا کړلکفار مسلمانانو ته بيل بيل ستونزي جوړي کړي او په خپل منځيجګړو کښي يي اخته کړل له اولسمي پيړي وروسته ورو وروهغه اسباب، علوم او اخترعاوي چه د مسلمانانو يو سپيڅليسرمايه وه ټوله عبث ولاړه او په کمه موده کښي  کفارو د خپلتخنيک عصري او لوړي تکنالوژي او پر مختللي سامان الاتو پهواسطه مسلمانان په منګولو کښي راګيرکړل.

موجوده حصايه د نړي د مسلمانانو ۸./۱ ميليارد جميعت يعني دنړي ۲۴٪ فيصد نفوس تشکيلوي خو بدبختانه دوي د کفري نړيد سازشونو دسيسو او د هغو دي ستر دفاعي قوتونو په مقابلکښي ناتوانه دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button