امریکا په یوه میاشت کې پرافغانستان ۴۶۰ بمونه ورولي

(کابل ټکی کام ۴ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
دامريکا هوايي ځواکونو له خو پر افغانستان باندې يوازې تېره مياشت (اپريل) کې ۴۶۰ بمونه، توغندي او نور چاودېدونکي غورځولي دي، چي د ورځې په اوسط ډول له ۱۵ ډېر بمونه کيږي.
دا شمېر د همدې کال د مارچ د مياشتې په پرتله دوه برابره دی او د ۲۰۱۶ کال د اپريل د میاشتې په پرتله ۷ برابره زیات دی.
د RT له راپور سره سم شمېرنو ښودلې ده، چي امريکايي جنګي الوتکو افغانستان کې په تېر اپرېل کي د ۲۰۱۲ کال له هرې مياشتې ډېر بمونه او توغندي ورولي دي.
دا په داسې حال کط ده، چي امريکايي پوځي چارواکي پر ولسمشر ټرمپ زور اچوي چي افغانستان ته نور سرتېري واستوي. امريکايي چارواکي پر دې هم غور کوي، چي د جګړې پر مهال د امريکايي سرتېرو واک لا پراخ کړي، چي له مخې به يې د هغوی په هوايي بريدونو کي لا ډېروالی راسي. هېره دې نه وي، چي امريکا تېر مياشت افغانستان کي د بمونو د مور په نوم د لسګونه ټنه بم ازموينه هم وکړه، چي پر نړيواله سطحه يې غبرګونونه راوپارول.
خو د افغانستان وګړي او يو شمېر سياستوال له دې امله د امريکا د د دې بريدونو خلاف دي، چي تر ټولو ډېر زيان يې ولسي وګړو ته رسېدلی او دا د افغانستان په حریم تجاوز ګڼي چې باید امریکا نور له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي.
نړيوالو راپورونو منلې، چي افغانستان کي په هوايي بمباريو کي ولسي وګړي له بل هر چا ډېره مرګ ژوبله لري. خو بیا یې هم د مخنیوي په اړه بې غوره دي.



