د روژې په اړه د ۱۳ ډاکټرانو طبي ویناوي!

احمد جنید مبارز
ساینس او ننني طب روژه د انسان لپاره ډیره اړینه نسخه او دوا بولي او مریضانو ته یې توصیه کوي.
۱: د روژې د نيولو له کبله ذهني پريشاني ختميږي، په انسان کي جذبه راولي او انسان د بديو او ناوړه کارونو څخه منع کيږي. (ډاکټرمايکل)
۲: د روژې له کبله د انسان ظاهري او باطني غلظات لیري کيږي او روژه په انسان کي جسماني او روحي استفرار راولي. (ډاکټر جوز فروژه)
۳: روژه د روحي ناروغيو تداوي ده او دانسان روح پاکوي. (ډاکټر سيمويل الګزانډر)
۴: د روژې له کبله ډېر شمېر جسمي ناروغۍ کميږي او په خاصه توګه بيا جسمي او عصبي ناروغۍ. (ډاکټر ايم کلايو)
۵: روژه انسان د ناروغیو او ګناهونو څخه ساتي، د انسان سوچ او فکر د خرابېدو څخه ساتي. (ډاکټر سي فرانډ)
۶: د جذباتي او مجردو انسانانو لپاره روژه ډيره مفيده ده، د روژې له کبله د انسان فکر او خيالات سميږي او د شيطان د وسوسو څخه په امن کي پاتي کيږي. (ډاکټر برام جي هنري)
۷:روژه د روح غذاده. (ډاکټر جيکب)
۸: روژه زړه ته سکون او اطمينان وربخښي، د روژې له کبله د انسان زغم او تحمل زياتيږي او روژه په انسان کي د سختۍ تيرولو او زغملو عادت پيداکوي. (ډاکټر هنري ايډورډدولږی)
۹: بهترين صورت هغه دی کوم چي مسلمانان يې د روژې په نوم يادوي، ډاکټران چې په کومه طريقه لوږه يا پرهيز تجويزوي هغه غلط دی. (ډاکټرايمرسن)
۱۰: د سکون او اطمنان لپاره روژه بهترينه وسيله ده. (ډاکټر يمرټپه)
۱۱: هره اوونۍ کي روژه نيول د صحت لپاره خورا ګټه لري، د روژې په وسيله د انسان جسم د ناروغيو څخه بچ پاته کيږي. (ډاکټر ايډورډ نکلسن)
۱۲: په هره مياشت کي يوه يا دوې روژې نيول انسان د ډيرو ناروغيو څخه ساتي او د صحت لپاره ډېره ګټه لري. (ډاکټر ډي جيکب)
۱۳: کله کله روژه ډېر ښه اثرات لري او د روژې په واسطه يو شمېر ګټي تر لاسه کيدای سي، لیکن د روژې نيولو او خوړلو پر وخت د ډېر خوراک څخه ډډه کول پکار دي.
کوم انسان چي د نفس او روح پاکوالي ته اړتيا ولري د هغه لپاره مسلسلي روژې نيول پکاردي.
زه په دې اړه خپلو مسيحي وړونو ته لار ښوونه کوم چي هفوی دي په دې برخه کي د مسلمانانو تقليد وکړي چي د مسلمانانو د روژې طريقه بهترينه طريقه ده. (ډاکټر فرينکلن)

