د روژې مسایل (۲۶مه برخه) – د روژې په حالت کې د سګرټ يا چهلم په څښلو سره روژه ماتيږي –

پوښتنه : که چيرته يو روژه دار سګرټ يا چهلم وڅښي آيا په دې سره د هغه روژه ماتيږي؟.

ځواب : د روژې په حالت کې د سګرټ يا چهلم په څښلو سره روژه ماتيږي، او که چيرته همدغه عمل قصداً وکړى شي نو کفاره او قضاء دواړه پرې لازميږي ([1]).

د روژې په حالت کې د دواء بويولو حکم

پوښتنه : د روژې په حالت کې د دواء په بويولو سره روژه ماتيږي او که نه؟.

ځواب : چونکه دا عمل شم (بويول) دي سعوط (په پوزه کې د دواء څڅول) نه دي (يعنې د دواء ذرات په شم سره دننه ځي) لهذا د مشک او نورو شيانو په څير د دې بويول مفطر نه دي ([2]).

په نسوارو د روژې ماتيدلو تفصيل

پوښتنه : (١) که د نسوارو عادتي د روژې په حالت کې په خوله کې نسوار واچول، او د نسوارو نشې په بدن کې سرايت وکړ، خو تريخ خوند له لياړو سره خيټې ته نه ولاړ او د نسوارو هيڅ جزء هم تر ستوني ښکته نه ولاړ، بيا يې نسوار توک کړل او په اوبو يې خوله پاکه کړه، آيا په دې سره روژه فاسديږي او که نه؟.

(٢) يوه کس په خوله کې نسوار ونيول، وروسته ورته معلومه شوه چې کوم وخت ده په خوله کې نسوار اچولي وه په هغه وخت کې صبح صادق طلوع کړى وه، له همدې امله هغه ګمان وکړ چې روژه يې فاسده شوې ده، وروسته يې خوراک هم وکړ، آيا په داسې کس باندې کفاره لازمه ده او که نه؟.

ځواب : واضحه دې وي چې تمباکو نه مسکر دي او نه مفتر دي )کما فی ردالمحتار، ج : ٦، ص : ٤٥٩، آخر کتاب الاشربة، الطبع المصطفي البانی، فانه لم يثبت اسکاره ولاتفتيره ولا اضراره( او زمونږ په سيمو کې يې استعمال په دوه ډوله کيږي :

(١) د دود تيرول (سګرټ يا چهلم).

(٢) له تيرولو پرته په خوله کې يې نيول.

لومړى قسم او لومړى ډول مفطر دي، او د عادتي سړي لپاره موجب کفاره هم دي )کما صرحوا به( او دويم قسم (دويم ډول) بذات خود مفطر نه دي )لانه يوضع في الفم( نه دا چې د هغو د خوراک يا د تيرولو عادتي وي )وفی شرح التنوير عن البدائع ومفاده ان استقرار الداخل فی الجوف شرط للفساد( (باب ما يفسد الصوم وما لايفسد) )وان ثبت انه دخل الی جوفه فمفطر لاموجب للکفارة، ونظيره ما فی شرح التنوير واکل مثل سمسمة من خارج يفطر ويکفر فی الاصح الا اذا مضع بحيث تلاشت فی فمه الا ان يجد الطعم فی حلقه( )فالصواب علی التحقييق عدم افطار الصوم، لکن لسد الباب علي العوام( د تقيد رعايت ضروري دى، يعنې په ستوني کې د خوند محسوس کولو په صورت کې مفطر دي، په همداسې کس باندې د شبهې له امله کفاره واجب نه ده )لاحتمال وجود طعمه فی الحلق وعدمه( ([3]).

که روژه دار په ژبه کوم شى وڅکي او بيرته يې تو کړي

پوښتنه : که چيرته يو چا د روژې په حالت کې کوم شى وڅکلو نو د هغه د روژې حکم څه دى؟.

ځواب : که په ژبه يو شى وڅکل شي او بيرته توکړى شي روژه نه ماتيږي، خو له ضرورت پرته داسې کول نه دي پکار ([4]).

په اوبو کې غوټه وهل روژه نه ماتوي

پوښتنه : آيا په اوبو کې دننه د غوټې په وهلو سره روژه ماتيږي او که نه؟.

ځواب : د غوټې په وهلو سره روژه نه ماتيږي ([5]).

که په نفلي روژه کې حيض راشي قضائي راوړل يې واجب دي

پوښتنه : يوې ښځې نفلي روژه نيولې، د ورځې په کومه برخه کې حيض ورته راغى، آيا له پاکيدو وروسته د همدغې روژې قضائي راوړل شته او که نشته؟.

ځواب : د همدغې روژې قضائي راوړل واجب دي ([6]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٦، بحواله : الفقه الاسلامي وادلته، ج : ٢، ص : ٦٦٥، کتاب الصوم، وفي الشامية، ج : ٢، ص : ٣٩٥، کتاب الصوم، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد.

([2]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٢٤، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٢، ص : ١٢٣، قبيل مطلب في الفرق بين الجمال والزينة، په دې زمانه کې يو شمير دواګانې داسې دي د کومو استعمال چې د پوزې په ذريعه کيږي او په هغې کې د دوائي دومره باريک ذرات وي چې په ظاهره هغه بوييدل معلوميږي، مګر په اصل حقيقت کې د هماغو باريکو ذراتو ادخال مقصود وي، د کومو په ذريعه چې علاج کيدلاى شي، پس که چيرته همدغه هواء سره له دواءجوف دماغ يا جوف معده ته ورسيږي کوم چې مفسد صوم دي، خلاصة الفتاوى، ج : ١، ص : ٢٥٣، او په عام ډول چې کومې دواګانې دي او د هغو بوى کوم کس بوى کړي نو دا په شم (بويولو) کې داخل دي سعوط نه دى، والسعوط صب الدواء في الانف، امداد الفتاح، ص : ٦٨٨.

([3]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٣٤، بحواله : ردالمحتار، ج : ٥، ص : ٣٢٦، آخر کتاب الاشربة، طحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٦٦٥، باب ما يفسد الصوم وتجب به الکفارة مع القضاء، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٠٧، باب ما يفسد الصوم وما لايفسده، الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٢٢، باب ما يفسد الصوم وما لايفسده.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٨، بحواله : فتاوي هنديه، ج : ١، ص : ١٩٩، کتاب الصوم، الباب الثالث.

([5]) فتاوى فريديه، ج : ٤، ص : ١٣٧، بحواله : فتاوى عالمګيرية، ج : ١، ص : ٢٠٣، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد، البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٢٧٨، باب ما يفسد الصوم وما لا يفسد.

([6]) احسن الفتاوي، ج : ٤، ص : ٤٤٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٢٦٨.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button