روسيه وايي، سوريه کې يې د داعش موټريز کاروان بمبار کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۶) الماس خدرخېل

د روسيې هوايي ځواکونو د سوريې په پالميرا ښار کې د داعش ډلې موټريز کاروان بمبار کړی، چې له امله يې ۱۲۰ داعش وسله وال وژل شوي دي.

د سپوټنک خبري اژانس د روسيې د دفاع وزارت له قوله ويلي، چې د داعش ډلې دغه موټريز کاروان چې د پنجشنبې په ورځ د رقه ولايت څخه د سوريې پالميرا ته روان و چې د لارې په اوږدو کې د روسيې د الوتکو د بمبارۍ لاندې راغله.

دفاع وزارت ويلي، په بمبارۍ کې پيک آپ موټر چې په سپکو او درنو وسلو سمبال وه د ۱۲۰ داعش وسله والو په ګډون له منځه وړل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي، دغه ښار ته ټولې لارې يې تر سخت څار لاندې نيولي او هغه وسله وال چې ښار ته د ننوتلو او يا وتلو هڅه وکړي، د دوی د بې پيلوټه او جيټ الوتکو د بمبارۍ هدف به وګرځي.

د ۲۰۱۵م په ۵ مياشت د داعش وسله والو او د اسد رژيم د ځواکونو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې، چې په پايله کې يې دغه ۲۰۰۰ کلن لرغونی د پالميرا ښار د داعش تر واک لاندې راغلو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button