یو تن امریکایي سرتېری په سوریه کې وژل شوی

(کابل ټکی کام ۶ غبرګولی، ۱۳۹۶) محمدحارث

د ورکړل شوو راپورونو له مخې یو تن امريکایي سرتېری په سوریه کې وژل شوی، د امریکا پوځ د یوې اعلامې په خپرولو سره منلې چې ددوی یو تن عسکر د سوریې په شمالي برخه کې وژل شوی دی.

په سوریه کې د ګډو ځواکونو عمومي قومندانۍ د یادې پېښې په اړه د زیات تفصیل ورکولو څخه ډډه کړې خو ویلي یې دي چې د سوریې په شمال کې د موټر د چپه کېدو له امله یاد امریکايي سرتېری اول ټپي شوی او بیا یې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د پنتاګون په وینا امریکا په سوریه کې په سلګونه سرتیري او نظامي مشاورین لري چې د داعش پر ضد جګړه کې د سیمه ییزو وسلوالو ډلو سره مرسته کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button