
د بامیان بې وزله خلک د آغاخان په لومو کې
عزیر اسدخیل
اغاخان چې شیعه مذهبه او په شیعه ګانو هم یو منحرف کرکټر دی چې د اسلام په نوم د اسلام پر ضد په ټول افغانستان کې فعالیت کوي له هیچا پټ نه دی.
ډیر زیات فجایع ترسره کوی خو دلته به یې یواځې پر یوې فاجعې بحث وکړو، اغاخان په ټول افغانستان کې د بې وزله فقیرو او فقیرترو کورنیو پسې ګرځي کله چې فقیر او بې وزله خلک ومومي نو هلته ورته د قرضي ورکولو دفتر پرانیزي، په پښتو ژبه کې یو متل دی چې وایی فلانی سړي د خوږ ګوتې نه نیول کوي، اغاخان هم غریب او بیچاره خلک له خوګ ګوتې نه نیسي، خلکو ته قرضې ورکوي خو په مقابل کې وررڅخه د څارنوالۍ په تضمین د ځمکو او جایدادونو کاغذونه او قوالې اخلي، بیچاره او بې وزله خلک ځکه د اغا خان دفتر ته خوښ دی او منډې وروهي چې د فقر حالت یې وروستۍ درجې ته رسیدلی وی.
د قرض اخیستلو اصول یې داسې ایښي چې د ځمکې د قبالې او د څارنوالۍ له تضمین وروسته به قرض اخیستونکی دا مني چی دغه قرض به په ۹ میاشتو کې بیرته له ۱۳ فیصده سود سره بیرته په درې قسطونو کې سپاری که فرضا ویی نشو سپارلی نو ځمکه به یې قبض کیږي، او له ملکیت نه به یې ووځي.
بله خبره داده چې د اغاخان د دفتر کارمندانو له اصولو څخه دا هم دي چې قرض اخیستونکي اقتصاد مطالعه کوي که ډیر غریب وي نو له ۴۶۰۰۰ افغانیو څخه زیات قرض نه ورکوي او که لږ متوسط وي نو بیا تر ۱۵۰۰۰۰ پوري او که اقتصاد یې پرمختللی وي نو بیا تر ۵۰۰۰۰۰ پورې هم ورکوي.
خلک وایی چې که څوک ځمکه ونلري نو بیا یي د حکومتي کارمندانو په تضمین سره ورکوي خو که پوری یی په خپله وخت ادا نکړای شو نو بیا ورنه پکی پیغلې نجوني اخلي.
حال دا چی د افغانستان حکومت پرې پوره اګاهي لري خو دا چې د اغاخان بادار قوي دی نو حکومت یې په کارونو کې هیڅ ډول مداخله نه کوی.
د بامیانو په ښار کې یې په لسګونو خلک پوروړي دي، خلک وایی چې له اغاخان نه مو قرض اخیستی او ادا کولی یی نشو او چې کله پوه شو چې معامله خراپیږي نو بیا له کلیوالو نه ۲۳ فیصده سود قرض واخلو او اغاخان ته یی ورکړو او کله چی د کلیوال د قرض بیرته غوښتلو موده پوره شي نو بیا یی له اغا خان څخه واخلو او کلیوالو ته یی ورکړو نو له دی سره ورځ تر بلې د خلکو او هم د اغاخان په لومو کې مو ښکیلتیا نوره هم پیچلي کیږي، خلک وایی چې ډیری خلکو له همدې ویرې له خپلو سیمو کډې بار کړي او نورو ولایتونو ته تښتیدلی.



