بې پولې ترهګري

تبصره
تېر کال په بروکسل کې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه درلوده، په هغه غونډه کې دا پرېکړه وشوه چې په افغانستان کې بايد ترهګري مهار کړل شي او د افغان حکومت سره تر ٢٠٢٠ز پورې مرستې دوام ولري؛ خو دې ټکي ته د دې غونډې د ګډونوالو فکر نه و چې ترهګري يواځې د افغانستان پورې محدوده نه ده، بلکې ترهګرۍ اوس نړيواله بڼه غوره کړې ده او د افغانستان له پولو نورو هېوادونوته هم اوړيدلې شي.
د امريکا او ورسره د ناټو د غړیو هېوادونو د دفاع وزيرانو چې د بروکسل په غونډه کې کومه پرېکړه کړې وه، هغه په اروپايي هېوادونو کې څو مرګونو پيښو ثابته کړه چې ترهګري پوله نه لري. البته تر ٢٠٠١ميلادي کال دمخه ترهګري چا په افغانستان کې نه پيژانده، څه وخت چې امريکايي او ورسره اشرګړو هېوادونو پر افغانستان پوځي يرغل وکړ افغانانو د ترهګرۍ نوم واورېد. همدا رنګه په عراق کې هم ځوان نسل ته د ترهګرۍ د نوم او اعمالو معلومات نه و، خو چې په ٢٠٠٣کال د مارچ په مياشت کې امريکايي پوځونو پر عراق يرغل وکړ عراقي ځوانانو هم ترهګري وپيژانده؛ ځکه ترهګري د امريکا زيږنده ده او د امريکايي تاړاکونو دمخه هيڅ ترهګر نه و، که د حکومت پر خلاف به چا مبارزه کوله هغه به يواځې د حکومت د مخالفينو په نامه ياديدل.
د بې ګناه انسانانو وژل په يوه مذهب کې هم روا نه دي او نه ورته څوک غوره عمل ويلاى شي، خو هغه چا چې په افغانستان، عراق، سوريه، يمن او نورو اسلامي هېوادونو کې د ترهګرۍ اور بل کړی دى، هغه به په دې بل کړي اور کې سوځي. په هر هېواد کې چې بې ګناه انسانان وژل کيږي موږ یې مخالف يو، خو د مانچسټر پېښه د هر چا لپاره يو عبرت دی، چا چې د بې ګناه انسانانو د مرګ ژوبلې لپاره نقشې جوړې کړې دي، هغه به په همدا ډول پيښو کې وژل کيږي.
که د ټرمپ وينا ته وګورو، برتانيه بايد په خپل هيواد کې ترهګر په نښه او له خپلې خاورې یې وباسي، دا رنګه په نورو هېوادونو کې چې کومې ترهګريزې پيښې شوې دي، هغه هېوادونه هم بايد د ټرمپ په وينا عمل وکړي. دا وينا که څوک يواځې اسلامي هېوادونو ته منسوبوي، هغه بيا دا مانا ورکوي چې ترهګر په اسلامي هېوادونو کې شتون لري، حال دا چې ترهګر امريکا روزي، وسلې ورکوي او اسلامي هېوادونو ته ېې ليږي.
موږ د خپلو مذهبي رواياتو مطابق د هر بې ګناه انسان په وژنه انديښنه ښکاره کوو، که هغه غير مذهبې دس او که د مذهب خاوندان. د بې ګناه انسانانو وژنه يو غيرانساني عمل دى، اما دا يادونه پکار ده په کوم هېواد کې چې چا اور بل کړې وي هغه برتانيه ده، امريکا او که نور هيوادونه د دې اور لمبې به ور رسيږي؛ ځکه ترهګري پوله او سرحد نه لري، که یې لرلاى دا ډول پيښې به نه رامنځ ته کيداى.



