سالنګ: ترافيکي پېښه کې ۱۴ کسان مړه شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی۷) الماس خدرخېل
د افغانستان شمال د پروان ولايت په اړوند سالنګ سيمه کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۱۴ کسان مړه شوي او يو بل ټپي دی.
د سالنګ ولسوال صابر احمدي وايي، پېښه پرون ورځ ناوخته د سالنګ په دره اورتي سيمه کې شوې ده.
احمدي زياته کړه، د سپرلۍ موټر تر لارې له وتلو وروسته سیند ته غورځېدلی چې له امله یې ۱۴ تنه مړه شوي او۱ ټپي دی.
هغه وويل، ښايي د پېښې قربانيان ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
په پېښه کې د موټر چلوونکي په ګډون ۶ ماشومان او ۸ سړي مړه شوي.
تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو د سالنګ ولسوال بيا وايي، چې د لارې کږليچونه ممکن د دې لامل شوي وي چې موټر له لارې ووځي او سيند ته ولوېږي.
خلک په افغانستان کې د ترافيکي پېښو ستر لامل غير معياري لارې او د ډريورانو بې احتیاطي بلي چې وخت ناوخت په دغه ډول پېښو کې خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي.



