د روژې هر ماښام اختر وي…/ جواد څارګر

جواد څارګر

موږ چې واړه و، نه د روژې له فضایلو خبر و، نه له اهمیته او نه له برکته؛ ټول فکر به مو پر دې و چې یوه ښایسته چَوتره جوړه کړو، له مورکۍ په خندا او ژړا، ناز او ادا، همدې چوترې ته خوراکي توکي یوسو او بیا د ماښام د آذان سره سم هغه دودېزې چېغې پورته کړو، کومې چې په هره ساحه کې په مختلفو لهجو دود دي.

اوس چې پر دې پوهېږو چې روژه د ماشومانو لوبې نه دي، روژه د عباداتو یوه زرینه موقع ده او په طبي لحاظ هم پوره یوه میاشت روژه نیول جسم ته خورا ګټوره ده؛ کوښښ په کار دی چې له دې مبارکې میاشتې څخه هر اړخیزه ګټه واخیستل شي.

زما خپل ترتیب داسې دی چې هره روژه د مازیګر تر لمانځه وروسته، چکني، شربت او سلاد جوړوم، او که وخت وي نو خوندوره معکروني هم پخوم.

دا ځکه چې زه غواړم د روژې هر ماښام اختر کړم؛ خو زما د دې وطن وګړي، داسې سخت زړي شوي چې په دې مبارکه میاشت کې ترحم او عاطفه وبایلي او په پلور او پېر کې له خوار زیات ظلم څخه کار اخلي.

نن د رومیانو نرخ تر پرون لوړ دی، د غوښې بیه پورته شوې، آن پالک هم په پرونی نرخ نه پیدا کېږي.

یوه سپین ږیري ته چې د لرګي په ګاډۍ یې رومیان خرڅول، ومې ویل؛ باباجانه! نرخ مو له پرونه لوړ نه دی؟

ځویه! نن د برکتونو میاشت شروع شوه، ځکه د توکو نرخ له اسمان سره خبرې کوي.

ــ باباجانه! د برکتونو د میاشت مطلب همدا دی چې په نرخونو کې برکت پیدا شي، او د هر شي نرخ دومره برکتي شي چې اسمان ته لوړ شي؟

بابا مخ ګونځي کړ، هو ځویه! دلته یې همداسې بویه…!!!

دا خلک ولې داسې کوي؟ له اسلامي احکاماتو ناخبره دي، او که تنها دا فکر ورسره دی چې څنګه د ځان او کورنۍ لپاره د روژې هر ماښام اختر کړي؟

اسلام موږ ته ښیي چې روژه ځکه مبارکه میاشت ده چې هر عبادت او هره نیکي ورکې څو چنده زیات ثواب لري.

یعنې په روژه کې نفل، د فرض هومره ثواب لري او یو فرض د اویا فرضو اجر لري؛ که یو څوک په روژه کې د کوم ناچاره او مستحق سره مرسته وکړي، دا مرسته یې د نورو میاشتو په تناسب، په روژه کې زیات ثوابونه او اجرونه لري؛ دا خلک یې ولې برکت دې ته وایي چې د خوراکي او ضروري توکو نرخونو اسمان ته پورته کړي؟

بهر حال د’روژې هر ماښام اختر دی’ لیکنه به تاسې په روژه کې لولئ، په دې لیکنه کې به کوښښ کوم چې په دې مبارکه میاشت کې، ترسره کېدونکي ناخوالې، مظالم او خوښۍ د قلم په نوکه تر تاسو در ورسوم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button