د جلال اباد او هرات ښاروالانو دندې ځنډول شوې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۷) الماس خدرخېل

د افغانستان د سيمه ييزو ارګانونو اداره وايي، د جلال اباد او هرات ښاروالانو دندې يې ځنډولي دي.

دغې ادارې ويلي، پر دوی زيات شوي شکايتونه د دې لامل شول چې د دوی دندې وځنډول شوې.

د دغې ادارې وياندې منيره يوسفزاده رسنيو ته ويلي، د دغو دواړو ښارونو له شاروالانو خلکو شکايتونه درلودل چې شکايتونه يې تر ولسمشر او د دوی تر ادارې پورې هم رسېدلي و.

يوسفزاده زياتوي، پر دوی د لږېدلو تورونو او شکايتونو د څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی او د هرات او جلال اباد ښاروالان يې کابل ته ورغوښتي دي.

هغه وايي، د پلاوي تر ارزونې وروسته به په دې اړه نور جزيات هم په ډاګه کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button