دروژې مسایل (۲۷مه برخه) – په روژه کې د لياړو تيرول !!-

پوښتنه : د روژې په حالت کې زياتره وخت لياړي راځي، آيا په همداسې حالت کې يو څوک لياړې تيرولاى شي او که نه؟ ځکه چې د لمانځه کولو په وخت کې په همداسې حالت کې ډير زيات مشکل پيښيږي؟.

ځواب : د لياړو په تيرولو سره روژه نه ماتيږي، خو د لياړو جمع کول او بيا يې تيرول مکروه دي ([1]).

په نهر کې د لامبلو په وخت کې د اوبو تيرول

پوښتنه : يوه کس د رمضان روژه نيولې، د لامبلو لپاره په نهر کې ډوب شو او اوبه يې وڅښلې، نو په دې سره روژه ماتيږي او که نه؟.

ځواب : ماتيږي ([2]).

که بلغم خيټې (نس) ته ولاړ شي روژه نه ماتيږي

پوښتنه : د يوه کس نزله ده او روژه يې هم نيولې، لازمي ده چې په نزله کې بلغم ضرور راځي، نو که چيرته اتفاقا بلغم د هغه خيټې ته ولاړ شي آيا په همدې صورت کې يې روژه ماتيږي او که نه؟.

ځواب : نه ! نه ماتيږي ([3]).

که ښځه په ورځ کې پاکه شي د خورآک څښاک کول ورته ناروا دي

پوښتنه : که چيرته کومه ښځه په رمضان کې د ورځې له حيض يا نفاس څخه پاکه شي د همدغې ورځې په پاتې برخه کې به خوراک څښاک کوي او که د نورو روژه دارو په څير اوسيدل پرې واجب دي؟.

ځواب : تر لمر لويدو پورې خوراک څښاک کول ورته روا نه دي، د روژه دارو په څير اوسيدل واجب دي ([4]).

د وينې په ورکولو سره روژه نه ماتيږي

پوښتنه : که چيرته يو کس د روژې په حالت کې قصداً وينه ورکړي نو د هغه روژه صحي پاتې کيږي او که نه؟ او که نه پاتې کيږي په هغه باندې قضاء لازمه ده او که کفاره؟.

ځواب : د وينې په ورکولو سره روژه نه ماتيږي ([5]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٩، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ١٩٩، کتاب الصوم.

([2]) فتاوي محموديه، ج : ١٠، ص : ١٣٨، بحواله : الفتاوي العالمګيرية، ج : ١، ص : ٢٠٢، الباب الرابع فيما يفسد وما لايفسد، وکذا في النهر الفائق، ج : ٢، ص : ١٦، باب مايفسد الصوم وما لايفسد، وکذا في الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤٠١ – ٤٠٦، کتاب الصوم.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٧٩، بحواله : هنديه، ج : ١، ص : ٢٠٣، کتاب الصوم، الباب الرابع.

([4]) احسن الفتاوى، ج : ٤، ص : ٤٥٧، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١١٥.

([5] ) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٨٣، بحواله : شامي، ج : ٢، ص : ٤١٩، کتاب الصوم، باب ما يفسد الصوم وما لايفسد، والهندية، ج : ١، ص : ١٩٩، کتاب الصوم، الباب الثالث.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button