د رمضان د روژې فضیلت او مسائل!

خواجه خوستی

د ابوهریرة (رضي الله عنه) نه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي دي:

کله چې اوله شپه د رمضان داخله شي شیطانان وتړل شي، د جهنم دروازې بندې شي چې یوه یې هم نه خلاصیږي او د جنت دروازې خلاصې شي چې یوه یې هم نه بندیږي. یو اواز کوونکی اواز وکړي: ای د خیر طلب کوونکیه! خیراتو او نیکیو ته را وړاندې شه،  ای د شر طالبه! د ګناهونو نه منع شه، الله تعالی دجهنم نه ازادول کوي او دا اواز د رمضان په هره شپه کې کیږي (رواه الترمذی)

همدارنګه د ابوهریرة (رضي الله عنه) نه روایت دی: چا چې روژه ایمانا او احتسابا (د ثواب د طلب کولو په خاطر) ونیوله الله تعالی به مخکني او وروستني ګناهونه ټول معاف کړي (رواه الترمذی)

د سحور یعنې د پیشلمي برکت او استحباب

د عبدالله (رضي الله عنه) نه روایت دی چې نبی علیه السلام به پیشلمی نه کولو، نو صحابه کرامو (رضي الله عنهم) هم نه کولو نو په صحاباو به روژه ډیره ګرانه تمامېده. نبي علیه السلام صحابه منع کړل صحابه کرامو ورته وویل چې ته هم پیشلمی نکوې؟ نو نبي علیه السلام ورته وفرمایل چې زه ستاسو په شان نه یم ما ته همیشه خوراک او څښاک را کول کیږي (رواه البخاری)

همدارنګه د انس بن مالک (رضي الله عنه) نه روایت دی چې نبی علیه السلام فرمایلي دي تاسو پیشلمی کوئ ځکه په پیشلمي کې برکت وي (رواه البخاری)

پیشلمی باید په اخر وخت کې چې سبا ته نږدې وي، وشي ځکه د زید بن ثابت (رضي الله عنه) نه روایت نقل دی چې موږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پیشلمی کولو، بیا به لمانځه ته پورته شوو، ما عرض وکړ چې د پیشلمي او اذان په مابین کې څومره فاصله ده؟ نو نبي علیه السلام وفرمایل: په اندازه د پنځوسو ۵۰ ایاتونو. (رواه البخاری)

دا کنایه ده، د دې نه چې پیشلمی باید په اخر وخت کې وشي!

نور بیا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button