(که حکومت سرپل ولايت ته پاملرنه ونه کړي، سقوط به وکړي)

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۷) الماس خدرخېل
په مشرانو جرګه کې د سرپل د خلکو استازی وايي که دغه ولايت ته حکومت جدي پاملرنه ونه کړي، نو ډېر ژر به د سقوط سره مخ شي.
د دغه ولايت استازو د مشرانو جرګې په ننۍ غونډه کې د ياد ولايت په ناوړه امنيتي وضعيت اندېښنه وښوده او له حکومت نه يې وغوښتل چې په سرپل کې د وسله والو پر وړاندې جدي اقدام وکړي.
د جرګې غړي محمد عظيم قوياش وويل، د ولايت په ډيرو سيمو کې وسله وال طالبان فعال دي او د ورځې له خوا د مرکز په څلور کيلو مترۍ کې جنګ وي او د شپې له خوا بيا وسله وال طالبان د مرکز تر نږدې سل او دوه سوه مترۍ راځي او دلته په مرکز کې بريدونه کوي.
د قوياش په وينا د روان ميلادي کال له پيل راهيسې په دغه ولايت کې څو څو واره د طالبانو پرضد عمليات شوي، خو په خبره يې چې هر ځل له ناکامۍ سره مخ شوي، نه يواځې دا چې پرمختګ نه دی شوی، بلکې په لسګونو امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.
هغه وايي، په دغه ولايت کې د مخالفينو د واک ساحه ورځ تر بلې پراخيږي او که دغه حالت ته پام ونه شي، ډېر ژر به دغه ولايت د مخالفینو لخوا سقوط شي.
په ورته وخت کې په جرګه کې د جوزجان د خلکو استازی هم اندېښنه کوي او وايي چې دغه ولايت کې هم د مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ولسي جرګه کې د ارزګان، کندهار، زابل او يو شمير نورو ولايتونو استازو وويل چې د طالبانو وروستيو بريدونو ځينې ولايتونه د سقوط له ګواښ سره مخ کړي دي.



