محمد ابراهيم حنفي

غزل

زه چې ننګيالى په پاک اسلام شومه
ځکه ورک له کلې اوله قام شومه

خداى ( ج ) نه بغير بل ته مې سرټيټ نکړ
بس په  همدې جرم زه  اعدام  شومه

ماکړه پيروي د خپل محبوب رهبر
اخ د جانان مينه کې بد نام شومه

ګرم نه وم ضمير مې ازادي غوښته
ماتې مې کړۍ کړې  پر قيام شومه

آه مې زغمى نشواى د مظلوم ملت
کور څخه بهر په تور ماښام شومه

غېږه د زندان کې يې شهيدکړمه
شکر لاروى د خپل امام شومه

ما چې شمله  هسکه د نيکونو کړه
ياد د تاريخ باب کې ښه نېک نام شومه

اورته چې په  مينه زلمو ودانګل
عشق ته ( حنفي ) زه  لاس  په  نام شومه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button