لوګر: د نا معلومه وسله والو په برید کې د خوښۍ ولسوال ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۷غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د تر لاسه شویو خبرونو له مخې د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوال عبدالحمید حامد له خپلو دوه ساتونکو سره د وسله‎والو مخالفینو په يوه بريد کې ټپي شوی دی.

د لوګر ولایت د والي ویاند سلیم صالح له ازادۍ راډيو سره په مرکه کې وویل، چې په عبدالحمید حامد باندې نن یکشنبه سهار د مرکز اړوند د وزیر کاریز په سیمه کې هغه وخت د ناڅرګنده وسله والو له لوري حمله تر سره شوه چې کله نوموړی ولسوال “حامد” له کور څخه د دفتر په لور روان و.

نوموړي زیاته کړه: “نن سهار نهه‎نیمې بجې په ولسوال عبدالحیمد باندې هغه وخت وسله‎والو مخالفینو حمله وکړه چې له کوره د خپل کار په لور روان و، په دغه حمله کې ولسوال له خپلو دوو ساتونکو سره ټپي شوی.”

د والي ویاند صالح زیاتوي،چې ولسوال دمګړۍ د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی او نوموړي د ټپي شوي ولسوال د صحت په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د یادې حملې مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه ن دی اخيستی، خو په سيمه کې طالبان وسله وال فعاليت کوي، چې وخت ناوخت په دولتي لوړرتبه چارواکو بريدونه ترسره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button