ډېری اسرائیلیانو د فلیسطیني دولت د ایجاد پر ملاتړ مظاهره وکړه

(کابل ټکی کام ۷ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

زرګونو اسرائیلیانو پرون شنبه په تل ابیب کې د فلسطیني دولت د ایجاد پر ملاتړ ستره مظاهره وکړه؛ چې د مظاهره چیانو پر شعاري ورقو لیکل شوي وو «دوه دولتونه، یوه هیله.»

دغه مظاهره د پیس ناو «Peace Now» یا اوس سوله په نوم د اسرائیلي غیرحکومتي موسسې رئيس ترتیب کړې وه، د دغې موسسې رئیس وویل؛ لاریون کوونکي د حکومت له لوري د تشدد، راسیزم یا نژاد پالنې او د اشغال د دوام پای ته رسېدو ته د هیلې پر نشتوالي اعتراض لري.

د پيس ناو بنسټ د بهرنيو اړيکو مديرې انات بن نون رويټرز اژانس ته وويل: “موږ دلته راغلي يو چې د اسرائيلي پنځوس کلن اشغال په اړه خپل اعتراض څرګند کړو، د اسرائيل حکومت هڅه کوي چې موږ خاموش کړي، خو موږ دلته راغلي يو چې ثابته کړو، موږ به نه غلي کېږو، که څه هم حکومت د بيت المقدس د الحاق او د نورو سيمو د ازادي پنځوسمه کليزه لمانځي، موږ پوهېږو چې دا درواغ دي، دلته راغلي يو چې څرګنده کړو په خلکو کې اکثريت د دواړو دولتونو ترمنځ د لانجې د حل غوښتنه او د اشغال پرضد د مبارزې اراده لري.”

د یادې مظاهرې تنظیموونکو وویل، دا لاریون یې د اسرائیلو له لوري د فلسطیني ټاټوبي د اشغال د پنځوسمې کلیزې په مناسبت ترتیب کړی دی.

پنځوس کاله مخکې اسرائيلو لوېديځه څنډه او ختيځ بيت المقدس له ګاونډيو عرب هېوادونو سره د شپږ ورځنۍ جګړې په بهير کې له اردن څخه ونيول چې لا هم د اسرائیلو تر ولکې لاندې دي او د فلسطین په وګړو وخت ناوخت نه جبرانېدونکي ظلمونه تر سره کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button