دعا

ملا محمد مطمئن

دعا

د غلامۍ زنځير کړه مات بس خپلواکي راوله
له جنګه ستړي يو خالقه ارامي راوله

ژورې کندې د نفاق نه مو نجات نصيب کړه
د اتحاد مزی مو کلک کړه ورورولي راوله

ډېرې ځوانۍ د انقلاب  سپېرې بلا وخوړې
نور رانه  مه غواړه سرونه ازادي راوله

د وخت حالاتو ته په ورين تندي ور غاړې وتوو
مولا خلوص راکې پيدا کړه خاکساري راوله

تر څو به توره ترږمۍ موږ مزلونه  و هوو
دا توره شپه راته رڼا کړه روښنايي راوله

د زړه په دښته مو خزان راته کېږدۍ وهلې
بهاره مونږ سره دمه شه خوشحالي راوله

زه ( مطمئن ) درنه همېش دغه  يو سوال کومه
د سر دښمن مو خدايه پښو ته سلامي راوله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button