طالب وسله والو په بدخشان کي ۱۳ پوستې نيولې

(کابل ټکی کام ۷غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د بدخشان د امنيتي سرچينو په وینا وسله والو طالبانو د دې ولايت پر تګاب ولسوالۍ بريدونه کړي چې له امله يې يو شمېر کلي د حکومت له ولکي وتلي دي. له بدخشان ولايت څخه د ملي امنيت يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي، چې پرون شاوخوا ۱۲ بجې په دې ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه پيل شول.
سرچينه زياتوی، نښتو تر ماښام ٧ بجو پورې دوام وکړ چې په پايله کي يې ١١ کلي د طالبانو لاس ته ورغلی دي.
ويل کیږي چې په یاده جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو وسله والو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل سوي.
د بدخشان د ولايتي شورا يو شمېر غړي بيا وايي، چې په جګړه کي له ۲۰ تر ۳۰ کلي د حکومت له ولکي وتلي دي.
دوی همدا راز وايي د امنيتي ځواکونو تر مينځ د همغږۍ نشتون او د تګاب ولسوالۍ ضعيف مديريت د دې سبب شوی چې په دې شمېر کلي د طالبانو لاس ته پريوزي.
له بلې خوا طالب وسله والو ادعا کړې، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کي يې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کي د امنيتي ځواکونو د دريو مهمو مرکزونو په ګډون ۱۳ پوستې هم نيولې دي. دوی همدا راز زياته کړې، چې په جګړه کي يې د افغان ځواکونو يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيولي دي.



