د روژې هر ماښام اختر وي…! (۲) – جواد څارګر

جواد څارګر

یو وړوکي ماشوم کاسه په لاس کې نیولي وه، او د ښار په هوټلونو ګرځېد.

غلی مې وپوښت، بچیه! په روژه کې هم سوال کوې؟

روژه د برکتونو او رحمتونو میاشت ده او ته ورکې دومره په زحمت ډوډۍ مومې؟

ــ کاکاجانه! څه وکړم، که څه هم ډېره غریبي مو ده، مګر مور او خور مې روژه نیسي، وایي روژه فرض ده او فرض په غربت نه ساقطېږي، سترګې یې ډنډ شوې، پسې زیاته یې کړه؛ له بده مرغه چې موږ د دې فرضو د اداء لپاره هیڅ نلرو.

سوچ یووړم؛ موږ چې د روژې هر ماښام اختر ګڼو، لامل یې دا دی چې دسترخوان مو له رنګارنګ نعمتونو او میؤو ډک وي، داسې ډک لکه کوم کوژده کړي ته مو چې میلمستیا کړي وي.

لېږ وړاندې مې وکتل؛ یوه سړي په یوه لاسي خلته کې رنګارنګ نعمتونه اچولي ول، چې له ډېره وزنه کوږ ورسره روان و.

یو ماشوم ترې د لسو روپیو غوښتنه وکړه؛ خلته یې کېښوده، وپرشېده او په لوړ غږ یې وویل: اوووففففف خدایه! له دې خیراتخورو تر پوزو راغلو.

اُطاق ته راغلم؛ یو سوډاني ملګري ته مې د سترګو لیدلای حال بیان کړ.

سوډاني سوړ اسویلی وکېښ؛ وایي تاسو پښتانه وایئ چې موږ تر بل هر چا زیات میلمه پال یو، خو داسې نه ده.

مال ولې؟!

وایي موږ په سوډان کې د روژې هر ماښام له کوره بهر روژه ماتوو، د کلي ټول خلک له خپلو کورونو راوځي او انګړ ته څېرمه روژه ماتي ته کښېنې، که په لاره کوم غریب تېرېږي او یا د کلي کوم محتاج او فقیر د روژه مات وس نلري، له موږ سره ګډ کښیني او روژه ماتوي، په دې توګه د کلي هر وګړی، هر ماښام په مړه ګېډه روژه ماتوي او د روژې هر ماښام یې اختر وي.

یو بل ملګري کیسه وکړه چې په سعودي عرب کې د روژه مات لپاره لویې ـ لویې خیمې دروَل شوې وي او هر محتاج او فقیر ورځي او په مړه ګېډه روژه ورکې ماتوي.

موږ افغانان او په ټوله کې پښتانه، چې د غرب بېهوده تقالیدو ته مو ملا تړلې، ولې داسې تقالید او روایات نه خپلؤو، چې هم مو پښتو ورکې پالل کېږي او هم اسلامیت؟!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button