په سریلانکا کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۴۶ کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۷ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د خبرونو له مخې په سریلانکا کې د سختو ورښتونو له ګبله سېلابونه را وتلي، ددغو سېلابونو له وجې لږ تر لږه ۱۴۶ کسان وژل شوي، همدا راز ویل شوي چې تر ۵۰ پورې ټپیان هم شته چې په روغتون کې بستر دي او ۱۱۲ کسان لا هم تري تم دي.
د حادثاتو مرکز خبر ورکړی چې تر ۲۰۰۰ پورې کورنه یا خو په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا هم تر ډېره زیانمن شوي، همدا راز یونیم میلیون کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي.
د سریلانکا مقاماتو خبر ورکړی چې اوس مهال باران درېدلی او اولني کومکونه سېلاب زپلو ته توزیع کیږي.



