په میسیسپي ښار کې د یو افسر په ګډون اته کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۷ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د امریکا د متحده ايالاتو په مسیسپي ښار کې د ناڅرګند وسله وال کس له خوا د ډزو له امله اته کسان وژل شوي.
په وژل شوو کسانو کې د ځایي پولیسو یو افسر هم شامل دی.
د اسوشیتد پرس خبري اژانس خبر ورکړی چې د دې پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی، چې پوښتنې ګروېږنې ترې رواني دي ږ. د پېښې نور جزئيات لا نه دي خپاره شوي.ک



