ننګرهار: اچین ولسوالۍ کې ۱۵ داعشیان وژل شوي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د ننګرهار ولایت دولتي چارواکي ادعا کوي چې د همدې ولایت د اچین ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې د داعش وسله والو او ولسي خلکو تر منځ نښته شوې چې د یادې نښتې په پایله کې د داعش وسله والو ۱۵ تنه وژل شوي.
د ننګرهار د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: نښته د شنبې په ورځ ماسپښین مهال شروع شوه چې تر ماښامه یې دوام وکړ، چې له امله یې ۱۵ تنه داعش وسله وال له منځه تللي او مړي یې د جګړې په ډګر کې پاتې دي او داعش وسله وال له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.
د والي له دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه همدا راز زیاتوي: په دغه نښته کې د یوې مېرمنې په ګډون ۶ تنه ولسي وګړي هم وژل شوي، او یو تن ولسي وګړی زخمي دی.
دا نښته وروسته له هغه منځ ته راځي چې حکومتي چارواکو څو ورځې وړاندې په همدې ولایت کې د داعش په خلاف عملیات پای ته ورسول، او خپل عملیات یې کامیاب وبلل چې دا دی اوس د دوی په وینا ولسي خلک له داعش وسله والو سره په جګړو کې ښکېل دي.



