اسټرالیا افغانستان ته نور ۳۰ اضافي سرتیري ليږي

(کابل ټکی کام ۸غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
اسټرالیا هیواد چې اوس مهال په افغانستان کې ۲۷۰ روزونکي سرتیري لري؛ اعلان کړی چې په نژدې راتلونکي کې به ۳۰ تنه نور اضافي سرتیري افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره ولیږي، چې له دې سره به د اسټرالیا د هیواد د سرتېرو شمېره افغانستان کې ۳۰۰ ته ورسیږي.
د اسټرالیا د دفاع وزیر ماریس پین وايي، افغانستان ته د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې نور ۳۰ اضافي سرتیري استوي. نوموړي پرون د سنا مجلس ته وویل: “د اضافي پوځي روزونکو د استولو غوښتنه ترې ناټو او امریکا کړې ده.”
دغه اضافي اسټرالیایي سرتیري به هم د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پر مخ وړي. هېره دې نه وي چې د ناټو په مشرۍ د نړۍ د ۳۹ هېوادونوهېوادونه څخه دا مهال په افغانستان کې ۱۳ نیم زره سرتیري لري؛ چې د افغان ځواکونو د روزنې او له هغوی څخه د ملاتړ ماموریت ترسره کوي.



