مېرکل: اروپایان باید خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د جرمني د هیواد صدراعظمه مېرکل وايي: نور پر امریکا او بریتانیا پوره حساب نشو کولای، اروپايان باید خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي، د جرمني صدراعظمه همدا راز زیاتوي، د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له غوره کېدو او له اروپايي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته اروپا نور نه ‎شي کولای چې په بشپړه توګه پر امریکا او بریتانیا متکي واوسي.

انګېلا مېرکل په مونشن کې یو انتخاباتي لاریون ته د وینا پرمهال وویل: “سره له دې چې د امریکا او بریتانیا په څېر له متحدانو سره د دوستانه اړیکو لرل مهم دي، خو زیاته یې کړه چې دا نوره پر دواړو هېوادونو پوره حساب نه‎شي کولای.

انګېلا میرکل زیاتوي:”هغه وخت چې موږ پر نورو پوره اتکا کولای شوای هغه وخت له یوه حده تېر شوی. دا تجربه مې په تېرو څو ورځو کې واخېسته نو ځکه یوازې دا درته ویلای شم چې موږ اروپایان باید خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلو. ”

مېرمن مېرکل دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کوي چې د ایټالیا په سیسلي ښار کې د نړۍ د اوو لویو اقتصادي قدرتونو مشران په دې کې پاتې راغلل چې د پاریس د اقلیمي بدلون تړون پرځای وساتي.

د دوی ترمنځ د تجارت او کډوالو په مسایلو کې هم اختلاف رابرسېره شوی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button