پولنډ افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمېر زیاتوي

(کابل ټکی کام ۸ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث

د ناټو د پرېکړې له مخې ښایي پولنډ هیواد هم د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې زیات کړی، د افغانستان لپاره د پولنډ سفیر توماس لوکاشوک د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره لیدنه وکړه نوموړي د لیدنې پر مهال چاروکو ته ویلي، چي د ناټو د وروستۍ پرېکړې له مخې ښايي ددغه هېواد د ځواکونو شمېر په افغانستان کي ډیر کړل شي.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړي نا استوګن سفیر د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او منابعو له مرستیال نصیر اندېشه سره د لیدنې پر مهال یادې څرګندونې کړې دي.

نوموړي دغه راز د پولنډ  د ولسمشر لیک هم د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ته سپارلی، چي د همدې پرېکړې په تړاو یې د هېواد ولسمشر ته پکې څرګندونې کړي دي.

سفیر ویلي، چي هېواد یې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کي مرستو ته چمتو دی او د دغه هېواد د ثبات لپاره به خپلې هلې ځلې جاري ساتي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چي د دواړو هېوادونو چارواکي به د یو بل سوداګرو ته د راکړې ورکړې زمینه سازي کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button