د پکتيکا د شيخ اباد پر ولسوال وسله وال بريد شوی
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۸) الماس خدرخېل
د پکتيکا ولايت د شيخ اباد پر ولسوال د طالبانو له لوري وسله وال بريد شوی، چې په پايله کې نوموړی له يو ساتونکي سره يوځای وژل شوی دی.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې تائيد کړه، چې بريد تېره ورځ ماذيګر ناوخته د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه په ولسوال اجمل خان او د هغه پر يو تن ساتونکي شوی دی.
بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې نوموړی ولسوال يې له خپل يو ساتونکي سره وژلی دی.
طالبان وايي، له شپږو کلونو راهيسې چې د دغې ولسوالۍ تشکيل رامنځته شوی، له هغه راهيسې اجمل په سيمه کې د دولت مهم کس او د شيخ اباد د ولسوال په توګه پاتې شوی دی.
د يادونې ده، چې تر دې مخکې د نوموړي ورور چې د ولايتي شورا وکيل و هم د طالبانو په بريد کې وژل شوی و.
تر اوسه ولايتي ادارې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.



