ننګرهار: د واورې يا يخ پر سر شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۸) الماس خدرخېل
د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د دوه کورنيو تر منځ د واورې يا يخ پر سر لفظي شخړه شوې، چې وروسته په ډزو بدله شوې او څلور کسان پکې وژل شوي دي.
د چپرهار ولسوال معلم معشوق رسنيو ته ويلي، پېښه پرون ماذيګر ناوخته د يادې ولسوالۍ په للمې سيمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياتوي، په وژل شويو کسانو کې يوه ميرمن هم شامله ده.
هر کال د روژې په دې ګرمه مياشت کې په ننګرهار کې د واورې د نه شتون او کموالي له امله د خلکو تر منځ شخړې رامنځته کېږي، چې کله کله په تاوتريخوالي واوړي او خبره تر مرګ ژوبلې پورې ورسېږي.



