ارزګان: چارچينو ولسوالۍ کې ۱۱ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۸) الماس خدرخېل
د روزګان ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي، چې په پايله کې يې د ملي اردو ۹ عسکر او دوه پوليس وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د دغه ولايت امنيتي چارواکي تائيدوي او وايي، چې طالبانو وړمه شپه د ولسوالۍ پر مرکز او دفاعي پوستو بريدونه وکړل او په خبره يې چې تر ماښام ناوخته پورې يې دوام وکړ.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقوي عمري وايي، په جګړه کې ښکېلو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو په اړه يې کره شميره نه لري.
په عين حال کې ځينو باوري سرچينو رسنيو ته ويلي، په دغه جګړه کې د ملي اردو ۹ عسکر او دوه پوليس وژل شوی او يو شمير نور ټپيان دي.
طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې د چارچينو په بريد کې د دوی پلويانو دوه پوستې له دولتي ځواکونو نيولي او دغه راز ۸ عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبان وايي، په دغه جګړه کې د دوی ۲ سرتيري وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي هم دي.
دوی ادعا کړې، چې په جګړه کې يې دوه ټانګونه ويجاړ کړي او پکې سپرو عسکرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې خو کره شميره يې نه ده معلومه.



