پېښور: د حکمتيار ځانګړی سکرتر وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۹) الماس خدرخېل

د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پخوانی سکرتر حاجي فريد د پېښور په تاج اباد کې د نا معلومه وسله والو په بريد کې وژل شوی دی.

د دغه ګوند وياند قريب الرحمان سعيد وايي، پېښه د تاج اباد په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې نوموړی له جوماته کور ته پر لاره روان و.

نوموړی وايي، حاجي فريد چا سره شخصي دښمني نه لرله او زياتوي چې د هغه وژنه سياسي اړخ لري.

د سعيد په وينا، د حکمتيار دغه سکرتر څو ورځې وړاندې له کابل څخه پېښور ته خپل کور ته ستون شوی و.

حاجي فريد د کندوز ولايت اوسېدونکی او د حکمتيار د مشر ځوی صلاح الدين حکمتيار خسر هم و.

تر دې دمه د نوموړي د وژنې لامل نه دی په ډاګه شوی او نه چا د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button