ننګرهار: د خوګياڼو پر ولسوال “زلمي ډډک” چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۹) الماس خدرخېل
د ننګرهار ولايت د خوګياڼو پر ولسوال زلمي ډډک د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاودنه شوې، چې د نوموړي په ګډون پنځه تنه ټپيان دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي رسنيو ته وويل، چې پر زلمي ډډک د يادې ولسوالۍ اړوند د سرې کلا په سيمه کې نن لس نيمې بجې يو بريدګر د بارودو ډک موټر د زلمي ډډک له موټر سره ټکر کړ او چاودنه يې ورکړه.
نوموړی وايي، په دغه بريد کې يواځې بريدګر وژل شوی او نور هيچاته پکې زیان نه دی اوښتی.
بل پلو زلمي ډډک د ځان په اړه نه خو د خپلو ساتونکو په اړه پژواک ته ويلي، چې په پېښه کې د ده درې ساتونکي ټپيان شوي دي.
د بريد مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستی دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دغه چاودنه کې کې د خوږياڼو ولسوال زلمی ډډک مرګونی ټپي شوی او د ده څلور ساتونکي وژل شوي دي.



