د اردو او پوليسو تر منځ خونړۍ نښتې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۹) الماس خدرخېل

د ملي اردو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې له امله يې له دواړو خواوو لسو سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ارزګان د ولايتي شورا رئيس امیرخان بارکزي رسنيو ته ويلي، پرون ماذيګر ناوخته د چورې ولسوالۍ په بازار کې د ملي اردو او پوليسو تر منځ خونړۍ نښته شوې، چې ۲ پوليس او يو د ملي اردو عسکر پکې وژل شوي دي.

نوموړی زياتوي، په دغه نښته کې ۵ پوليس او د ملي اردو دوه عسکر ټپيان شوي هم دي.

هغه وايي، د دواړو لوريو د نښتې د رامنځته کېدو لامل نه دی څرګند، خو لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته بيا د ملي اردو او پوليسو په خپلو منځونو کې سره ډزې کړي دي.

په عين حال کې د ولايت چارواکي هم پېښه تائيدوي خو تر دې دمه امنيتي مسئولينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button