د کډوالو ستونزې او د هغوی ناتوانه وزارت!

تبصره
له ٢٠١٥ميلادي کال راپدېخوا له افغانستانه په دومره زيات شمېر افغان ځوانان د بې کارۍ او ناامنيو له امله اروپايي هېوادونو ته نه و تللي، او د لارو په اوږدو کې یې هغه ستونزې نه وي ليدلې چې خپله د کډوالو د چارو وزارت پرې اعتراف کړی دى، ويلي یې دې افغان کډوال چې په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته تللي دي د هغوی د ستونزو د حل څخه نا توانه دى.
په ټوله کې افغانان د ستونزو سره مخ دي؛ له ٢٠٠١ز دمخه هم افغانانو بې کاري او اقتصادي ستوزې درلودې، خو د ٢٠٠١ز راپدېخوا چې امريکايي پوځونو پر افغانستان يرغل کړی دى، يو شمېر افغانان چې په مستقيم او غير مستقيم ډول د امريکايانو سره لار لري پر هغوی د ډالرو باران واوريده، خو د هېواد ٨٠ سلنه وګړو په فقر او بدبختيو کې ژوند تېر کړ.
تېره ورځ د افغانستان د کډوالو د چارو وزير، سيد حسين عالمي بلخي په کابل کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته ويلي دي، له هغو اعمالو څخه چې د مخنيوي لپاره یې په اروپا او په ځانګړې توګه په يونان کې پر افغان کډوالو تحميل کيږي، هيڅ اقدام نه شي کولاى.
بلخي په اروپايي هېوادونو کې په غير قانوني توګه پر افغانانو د تحميل شویو کارونو په اړه د خپل وزارت ناتواني وښوده؛ خو دا یې ونه ويل چې څرنګه کولاى شو په غير قانوني توګه بهر ته د تلونکو افغان ځوانانو مخه ونيسو.
 
لومړى، د کډوالو د چارو وزير سيد عالمي بلخي ته پکار ده چې په هر هېواد کې افغانان وي هغه په قانوني توګه وي او که په غير قانوني توګه وي، د هغه هېواد له چارواکو سره دې په تماس کې شي او د خپلو افغانانو په اړه هلته د ژوند او کار موندنې زمينه ورته برابره کړي، هغه افغانان چې په غير قانوني توګه بهر هېوادونو ته تللي دي هغوی ته د قانونيت لار ولټوي څو ستونزې حل کړل شي.
 
په افغانستان کې دوه لویې ستونزې چې نورې ستونزې ترې سر چينه اخلي، هغه نا امني او بې روزګاري ده. که د کډوالو چارو وزارت د خپلو افغانانو او په ځانګړې توګه د افغان کډوالو حق اداک وي، لومړی بايد هېواد ته د راستنېدا پر مهال دوی ته د ژوند کولو لومړۍ اسانتياوې برابرې کړي، او په دویم قدم کې ورته د کار زمينه پيدا کړي.
 
دا د هر افغان حق دى چې په خپل هېواد کې کار وکړي او بهر تلو ته یې اړتيا ونه ليدل شي، خو هغه کډوالو چې له بهره هېواد ته راستنيږي، هغوی ته بايد د کار زمينه برابره کړل شي؛ که دا ونه کړي نو بيا د کډوالو د چارو وزارت د کډوالو په نامه په میليونونو مرستې د څه لپاره ترل اسه کوي؟
له ٢٠١٥ميلادي کال راپدېخوا په اروپايي هېوادونو کې د سوریې وروسته په دویم قدم کې کډوال افغانان دي، چې د١٢ نه تر ١٥ کالو عمرونو پورې تنکي ځوانان اروپايي هېوادونو ته د پناه اخیستلو په موخه تللي او هلته د غرب د قانون سره سم په بد اخلاقيو روږدي شوي دي.
دا دی په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شپارس کاله پوره شول؛ خو تر اوسه پورې بنيادي کار چې هغه د برېښنا بندونو جوړول دي ونه کړ، په هېواد کې ٧ لوی بندونه چې که کار پرې وکړل شي او برېښنا ترې تر لاسه کړل شي، د ټول هېواد ځوانانو ته به د کار زمينه برابره کړل شي؛ خو امريکا په لوی لاس نه غواړي په افغانستان کې بنيادي کار وکړي او افغانان له بې کارۍ وژغورل شي. امريکا غواړي افغان ځوان نسل څه په داخل د هېواد او څه بهر ته د کډوال په صفت په بد اخلاقيو روږدى کړي او د کډوالو د چارو وزارت دې په خپله ناتوانۍ اعتراف کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button