د حضرت موسی علیه السلام په قصه کې درسونه او سبقونه

لیکوال: مولوي محمد عطاءالحق “الموسوي”

نشر او ترتیب: رائد

پرلپسې شلم درس:

د حق داعي بايد ځان ته په کار پوه، مخلص، او وفادار ملګري پيدا کړي.

د ښو ملګرو په مټ د سړي د خدمت لمن ډيرو خلکو او ډيرو ساحو ته پراخيږي ، دعوت يې اغيزمن کيږي او پايښت پيدا کوي ، ښه ملګري له دې پرته نورې هم ډيرې زياتې ګټې او لاسته راوړنې لري.

حتی د دعوت د پرمختګ او کاميابی له پاره له کافر نه مدد غوښتلای شي لکه نبی ﷺ  چې له ابو طالب نه د دعوت په کار کې مرسته اخيسته او هغه يې کومک کاوه . ( ) خو دا هغه مهال چې دې مرستې ته د داعي حاجت وي او هغه کافر د اعتبار وړ وي، په رښتيا مرسته وکړي ، او هغه مرسته د مسلمانانو په ګټه وي. او کنه نو بيا ندی روا . (والله اعلم) .

همدارنګه بايد د شته ملګرو په ظرفيت او استعداد کار وشي تر څو د کار اهل وګرځي ، او کوم ملګري چې استعداد لري بايد استعداد يې په کار واچول شي ، کار ترې واخيستل شي .

که د نبی ﷺ او صحابه وو تر منځ ژوند مطالعه کړو نو وبه پوهيږو چې هغه په څومره ښه ډول ملګري تربيه کړي ، څومره په ښه ډول يې استخدام کړي او بيا څومره ښې پايلې او څومره ښې نتيجې ورباندې مرتبه شوې .

د رسولﷺ دعوت چې دومره مؤثر، کامياب او لمن يې دومره پراخه شوه چې د پاک دين څرک او رڼا ګانې يې د دنيا هر کونج او کنار ته ورسيدلې دنورو لاملونو ترڅنګ يې يو لوی لامل ښه ملګري (حضرات صحابه کرام ) وو ، چې له يوې خوا هغوي ته الله پاکﷻ لوی کمالات او لوړ استعدادونه ورکړي وو او له بل لوري يې د سيد الکائنات رسول اللهﷺ تر سيوري (تربيت او صحبت)  لاندې وخت تېر کړ ، دهغه تربيت يې واخيست . په سورت (التوبة ) کې الله پاک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته فرمايي : { وَإِنْ يُرِيدُوا أَنْ يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ }(الأنفال ۶۲).

همدا راز په څلورو امامانو کې د امام ابو حنيفه  د مذهب منونکي زيات دي ، علماء يې يو لامل د هغه ښه شاګردان (لکه امام ابو يوسف، امام محمد، امام زفر او…. رحمهم الله ) ښايي . چې هغه په ښه توګه وروزل او بيا هغوی کار وکړ ، په نتيجه کې د امام صيب  مذهب د دنيا کونجونو ته ورسيد او پيروان يې وموندل .

ډير ځله په ډيرو مدارسو ، ادارو ، او ټولنه کې موږ ډير په کار پوه ، مخلص او وفادار کسان لرو خو د مسلمان ملت د تل پاته سوکالي له پاره کار نه ترې اخيستل کيږي ، وختونه ، وړتياوې او استعدادونه همداسې مهمل پاته کيږي ، سره له دې چې په مدارسو کې هغوي موږ ته د جامعې له  لوري د همدې له پاره را سپارل شوي وي چې په کار پوه شي او د اسلام او مسلمانانو په ګټه کار ترې واخيستل شي .

وګورئ! څه وخت چې حضرت موسی ؑ  ته د دعوت دروند مسئوليت ور وسپارل شو نو موسی ؑ  د دعوت په مسير کې ځان يواځې محسوس کړ نو له الله جل جلاله نه يې ځان ته ملګری وغوښت . الله ﷻ ته يې وويل چې : حضرت هارون ؑ  ورسره ملګری او د دعوت په کار کې يې ورسره شريک کړي . لکه الله ﷻ  فرمايي :

﴿ وَاجْعَلْ لِي وَزِيرًا مِنْ أَهْلِي (29) هَارُونَ أَخِي (30) اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي (31) وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي )  (32 طه)

ترجمه :  او (موسی ؑ وويل چې) ماته زما له اهل څخه يو وزير مقرر  کړه ، چې (هغه) زما ورور (حضرت) هارون (ؑ) ده ، چې په هغه سره زه خپله ملا مضبوطه کړم ، او پخپل کار کې يې راسره شريک کړم .

د ملګري په غوښتنه کې د موسی ؑ  خپلولي پالنه يا بل کوم دنيوی غرض نه درلود ، بلکې هغه د ملګری او وزير په شتون کې دوه ګټې په ګوته کړې .

لومړی دا چې : ای ربه! که هارون زما ملګری شي نو ستا ياد، ستا تسبيح او ستا دين ته به کار ډير وکړو . لکه الله ﷻ فرمايي:

﴿كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا (33) وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا )  (34 طه)

ترجمه : (هارون  ؑ) د دې له پاره (ماسره  ملګری کړه) چې ستا تسبيح ډير وکړو او تا ډير ياد کړو .

دوهم دا چې : زما ژبه لکنت لري، هسې نه چې فرعونيان زما په خبره سم ونه پوهيږي او په مقصد باندې له پوهېدلو مخکې ما دروغژن وګڼي. نو ای رب! له ما سره زما ورور -چې له مانه ډير فصيح ده او روانې خبرې کولای شي- ملګری کړه ترڅو هغه زما تأييد او تصديق وکړي او د فرعونيانو له تکذيب نه په امن شم. لکه الله ﷻ فرمايي :

﴿وَأَخِي هَارُونُ هُوَ أَفْصَحُ مِنِّي لِسَانًا فَأَرْسِلْهُ مَعِيَ رِدْءًا يُصَدِّقُنِي إِنِّي أَخَافُ أَنْ يُكَذِّبُون)  القصص (34).

ترجمه :  او (موسی ؑ وويل) زما ورور هارون چې هغه له ما نه ډير فصيح دی ، نو هغه له ما سره کومکي وليږه، بېشکه زه ويرېږم چې هغوي (فرعونيان) به ما ته دروغژن ووايي .

همدا راز څه وخت چې حضرت موسی ؑ د علم د زدکړې په سفر روانيدو نو هم يې له ځان سره يو تن ملګری کړ ، هغه ته يې د سفر اجمالی نقشه بيان کړه او د هغه په ملتيا يې سفر پيل کړ . لکه په () درس کې به راشي . (انشاء الله). لنډه دا چې داعی بايد کوښښ وکړي چې ښه ملګری ځانته پيدا کړي .

حضرت عمر  د ښو ملګرو تمنا کوي.

زيدن بن اسلم  ( ) له خپل پلار نه روايت کوي چې : عمر رضی الله عنه خپلو ملګرو ته وويل : (تَمَنَّوْا) د يو شی تمنا وکړئ!. په هغو کې يوه وويل چې : زما تمنا دا ده چې کاشکې مې د دې کوټې په اندازه درهم درلودای چې د الله ﷻ په لاره کې مې صدقه کړي وای .

عمر بيا وويل : د يو شي تمنا وکړئ!. بل وويل زما تمنا دا ده چې : د دې کوټې په اندازه مې سره زر درلودای او د الله ﷻ په لاره کې نفقه کړي وای .

عمر بيا د تمنا امر وکړ . يوه بل  وويل : زما تمنا دا ده چې : د دې کوټې په اندازه جواهر مې درلودای او د الله ﷻ په لاره کې نفقه کړي وای .

په پای کې عمر وويل:

( لَکِنِّیْ أَتَنَمَّی اَنْ يْکُوْنَ لِيْ مِلْءَ هَذَالْبَيْتِ رِجَالًا مِثْلَ اَبِیْ عُبَيْدَةَ بْنِ الْجَرَّاحِ، وَ مُعَاذَ بْنِ جَبَلٍ، وَ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ وَ اسْتَعْمِلْهُمْ فِيْ طَاعَةِ اللهِ)( )

ترجمه :  خو زه داتمنا کوم چې کاش دا کوټه ماته د ابی عبيدة بن الجراح، معاذ بن جبل  او حذيفة بن اليمان  په څير خلکو څخه ډکه وای او ما د الله ﷻ په طاعت کې کار ترې اخيستی واي .

وګورئ ! د اسلام ستر داعي،  ځلانده ستوری، امير المؤمنين حضرت عمر فاروق  ښو ملګرو ته څومره تږی ده او د هغو په اړه څومره ښه تمنا لري چې کاشکې مې داسې ملګري لرلای او  د الله ﷻ په لاره کې مې مصروف کړي وای .

يادونه:

زموږ په دې زمانه کې ځينې خلک (لکه ځينې مدرسين، مهتممين، او نور مسئول کسان) دا کوښښ کوي چې ځانته ملګري، مجاهدين، طالبان او متعلقين د دې له پاره زيات کړي چې شهرت پرې حاصل کړي، چنده پرې زياته راټوله کړي، شوشا پرې برابره کړي، ډله ډلبازي پرې وکړي، يا د بل چا يعنی د خپل مقابل لوري مقابله پرې وکړي . او ځينې خو دا ناوړه مقصدونه نه لري خو تر لاس لاندې خلک سمې لارې ته نه سوق کوي، په کار يې نه اچوي، د اسلامي امت د پرمختګ له پاره کار نه ترې اخلي . حال دا چې د ډيرو ښو استعدادونو څښتنان ورسره وي، که هغوي په کار وا چول شي کيدای شي د اسلامي امت راتلونکی ډير روښانه شي او ډيرې لاسته راوړنې ولري . دا چې مايې په اړه شکايت وکړ دا ډول خلک به کيدای شي د ګوتو په شمېر وي . او اکثر خو داسې دي چې له برکته يې اسلامي نړۍ په پښو ولاړه ده .

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button