پاڅون

ملا محمد مطمئن
پاڅون
پاڅېږه مسلمه د يرغل خلاف پاڅون وکړه
سر او مال قربان کړه د الله سره تړون وکړه
بيا د حق کاراون د سرو لمبو غېږې ته ودانګل
ته هم ورسره شه دې لښکر سره ګډون وکړه
نور د غلامۍ او سرټيټۍ زنده ګي مه کوه
غږ د الجهاد کړه په سنګر باندې ژوندون وکړه
مه کړه سرکښي نور د شيطان په لار قدم مه ږده
حق ته ځان تسليم کړه د اسلام په لاره يون وکړه
هغه د پښتو د تېر تاريخ پاڼې زړې شولې
بيا پښتو ژوندۍ کړه لږ غيرت په خپل پښتون وکړه
اوس څوک د ګودر او د چنار خبرې نه کوي
ټول حالات بدل شول ( مطمئنه ) نور بدلون وکړه



