ننګرهار کې سرتېری برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
تازه تر لاسه شوي راپورونه وایي د ننګرهار د مرکز جلال اباد له هوايي ډګر سره نن سهار سرتېری بريد شوى؛ چې له امله يې يو کس وژل شوى او ۴ نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت د والي وياند عطاءالله خوږياڼي خبري رسنیو ته ویلي: چې یاد سرتېری بريد نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته څېرمه د يوه کرولا موټر په وسيله شوی.
نوموړي زياته کړې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د هوايي ډګر يو ساتونکى وژل شوى، یو ساتونکی او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د ملکي روغتون يوې سرچينې هم ویلي: چې دوى ته تر دې دمه درې ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى. د دغه سرتیري بريد مسؤليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې موټربم چاودنې د ۹۰ کسانو ژوند واخیست او تر ۳۵۰ زیات یې ټپیان کړل چې په ټپیانو کې د بعضې رسنیو په وینا ۱۱ تنه امریکایي سرتیري هم شامل وو، خو اکثره قربانیان بې ګنا ملکي وګړي وو ، د پرونۍ چاودنې مسؤلیت داعش ډلې منلی.



