درژې مسایل (۳۰مه برخه ) – د قضائي روژو، کفارې او فديې بيان –

که له بلوغ وروسته روژه خوړل شوې وي څه کول پکار دي

پوښتنه : يوه کس ته مور پلار اجازه نه ورکوله چې روژه ونيسي، ورته وايي چې تر اوسه په تا روژه فرض نه ده، خو هغه دا محسوسه کړه چې زه بالغ شوى وم، او د ده د ګمان مطابق څلور پنځه کاله وروسته يې روژه نيول شروع کړي، په داسې صورت کې حکم څه دى؟.

ځواب : له بالغ کيدو وروسته يې چې څومره روژې خوړلې دي د هغو قضائي راوړل ضروري دي، او که چيرته د بالغ کيدو صحي کال ورته معلوم نه وي نو خپل ځان دې له ديارلسو کلونو وروسته بالغ وګڼي او له ديارلسو کلونو وروسته روژې دې را وګرځوي ([1]).

په رمضان کې په ښکاره د خوراک کولو سزا

پوښتنه : په رمضان کې هغه خلک په کومو چې روژه فرض وي په ښکاره توګه د روژه دارو پر وړاندې خوراک څښاک کوي او په بازارونو کې ګرځي، آيا شريعت د رمضان د احترم کوم حد مقرر کړى؟ آيا ناروغ او مسافر ته اجازه شته چې د روژه دارو پر وړاندې خوراک څښاک وکړي؟ په رمضان کې په هوټل کې د روژه دارو پر وړاندې د خوراک خرڅول څرنګه دي؟.

ځواب : ناروغ او مسافر ته د شرعي عذر په بناء د (حايضې او نفاسې) په څير د روژه دارو پر وړاندې د خوراک او څښاک کول نه دي پکار، پټ دې وخوري، له شرعي عذر پرته د هغه صورت اختيارول کوم چې په پوښتنه کې ذکر دي سخت جرم دى او د هغه سزا هم ډيره سخته ده، خو د سزا ورکول د هر چا په وس کې نشته.

د سزاء لپاره قدرت قاهره ضروري دى، کوم چې امير المؤمنين ته حاصل دى، او په کومو خلکو باندې چې روژه فرض وي هغوى ته په هوټل يا بل ځاى کې خوراک ورکول معصيت او په ګناه کې مرسته ده ([2]).

قضائي راوړل کله پکار دي

پوښتنه : قضائي راوړل کله پکار دي؟

ځواب : کله چې وخت پيدا شي، خو څومره زر يې چې قضائي راوړل شي بهتر دي، پرته له کوم ضرورته يې څنډول بده خبره ده ([3]).

د نفاس په ورځو کې د وينې بنديدو له امله د روژو حکم

پوښتنه : د يوې ښځې په لومړي ځل د شعبان په (٢۱) نيټه کوچنى پيدا شو، او د نفاس وينه يې (٩) ورځې وروسته د شعبان په (٣٠) نيټه بنده شوه، له همدې امله هغې د رمضان ټوله مياشت روژه ونيوله، او په دې ټوله مياشت کې وينه بيخي رانغله، بيا يې (٤) ورځ وينه دوباره وليدله، پوښتنه دا ده چې د کوچني له پيدا کيدو (٩) ورځې وروسته د رمضان له لومړى نيټې نيولې د شوال تر (٢) پورې دا د نفاس ورځې دي او که نه؟ که چيرته د نفاس ورځې دي نو آيا د رمضان المبارک روژو قضائي راوړل ضروري دي او که نه؟.

ځواب : واضحه دې وي چې په صورت مسئوله کې د رمضان المبارک ټوله مياشت د نفاس په ورځو کې شميرل کيږي، لهذا په همدغې ښځې باندې د رمضان مياشتې د روژو قضائي راوړل واجب دي ([4]).

هغه شيان په کومو چې روژه فاسديږي قضاء او کفاره دواړه لازميږي

تر هر څه دمخه په دې خبره پوهيدل ضروري دي چې د روژې فاسديدو په صورت کې کفاره په کومو باندې او په کومو حالاتو کې لازميږي، کفاره په هغه وخت کې لازميږي کله چې روژه ساتونکی مکلف، يعنې عاقل او بالغ وي، د رمضان روژه به وي او د رمضان په مياشت کې به وي، يعنې د رمضان په قضائي روژو کې هم کفاره نه لا زميږي، نيت به له شپې څخه شوې وي او که چيرته له طلوع فجر وروسته نيت شوی وي نو د روژې په ماتولو سره کفاره نه لازميږي، چې د روژې له ماتولو وروسته کوم داسې کار مخته رانشي کوم چې د کفاره ساقط کونکی وي، لکه حيض او نفاس، که چيرته د روژې له ماتولو وروسته په همدغو شيانو کې کوم يو مخته راشي نو کفاره نه لازميږي، همدارنګه چې د روژې له ماتولو دمخه کوم داسې کار مخته رانشي کوم چې د روژې ساقط کونکی وي، لکه سفر، که چيرته يو کس د سفر په حالت کې روژه ماته کړي نو کفاره پرې نشته، هو ! که چيرته يو څوک له سفر دمخه روژه ماته کړي نو کفاره نه ساقطيږي، لهذا هرکله چې همدغه ټول شيان پيدا شي (نو قضاء لازميږي او کفاره نشته) او په لاندنيو روژې ته په ضرر رسونکو شيانو (يعنې د روژې په ماتونکو) کې که کوم صورت مخته راشي نو کفاره او قضاء دواړه لا زميږي.

له دې وروسته تاسو اوس وګوری چې په کومو شيانو او په کومو صورتونو کې روژه فاسديږي د کوم له امله چې کفاره او قضاء دواړه لا زميږي، جماع کول، اغلام کول، په همدغو دواړو صورتونو کې په فاعل او مفعول دواړو باندې قضاء او کفاره لا زميږي، خوراک څښاک خواه د غذاء په ډول وي او که د دواء په ډول وي، د غذائيت په معنی او محمول کې د علماؤ اختلافي قولونه دي، يو شمير حضراتو ويلي چې د غذاء محمول په هغه شي باندې دی کوم ته چې د خوراک لپاره طبعيت خواهش کوي او د هغه په خوړلو سره د خيټې د خواهش تقاضا پوره کيږي، د يو شمير حضراتو قول دا ده چې د غذاء شی هغه څه ته ويل کيږي د کوم په خوړلو سره چې د بدن اصلاح کيږي، او د يو شمير حضراتو وينا دا ده چې عذاء هغو شيانو ته ويل کيږي کوم چې عادةً خوړل کيږي.

لهذا که چيرته يو کس د باران اوبه يا يخی (برف) تير کړي يا خامه غوښه وخوري خواه هغه مرداره ولې نه وي نو کفاره لازميږي، همدارنګه چربي، وچه شوې غوښه او د غوړيو په خوړلو سره هم کفاره لازميږي، د خپلې ښځې يا محبوبې د لياړو په تيرولو سره هم کفاره واجبيږي، ځکه چې په دې کې هم د طبعيت خواهش لره دخله شته، هو ! له دې پرته د نورو لياړو د تيرولو په صورت کې کفاره واجب نه ده، البته روژه له منځه ځي او قضائي راوړل يې لازميږي، په کمه اندازه د مالګې په خوړلو سره کفاره لازميږي او په زيات اندازه خوړلو سره يې نه لازميږي، په مستغني کې همدغه قول ته روايت مختار ويل شوي دي، خو په خلاصه او بزابزيه کې ليکل شوي چې مختار (يعنې قابل قبول او د اعتماد وړ) مسئله دا ده چې مطلقاً د مالګې په خوړلو سره کفاره واجبيږي، يعنې مالګه که کمه وي او که زياته وي.

يو حديث دی د کوم الفاظ چې داسې دي الغيبة تفطر الصيام غيبت روژه له منځه وړي، په ظاهره له دې څخه دا معلوميږي چې که چيرته يو روژه دار غيبت وکړي نو د هغه روژه له منځه ځي، خو د امت علماؤ په اجتماعي ډول د همدغه حديث تاويل داسې کړی چې له حديث څخه مراد دا نده چې د غيبت په کولو سره روژه له منځه ځي، بلکې مراد دا ده چې کوم روژه دار په غيبت کې مشغول وي د هغه د روژې ثواب له منځه ځي.

حديث او د هغه تاويل په ذهن کې ولری او اوس دا مسئله واوری چې که چيرته يوه کس د چا غيبت وکړ او له دې وروسته يې قصداً خوراک څښاک وکړ نو په هغه باندې کفاره لازميږي، خواه هغه ته که همدغه حديث معلوم وي او که نه وي ورته معلوم، او خواه د حديث پورتنی تاويل د هغه په ذهن کې وي او که نه وي، همدارنګه که مفتي د کفارې لازميدو فتوی ورکړي وي او که يې نه وي ورکړې، ځکه چې په حديث او د هغه په تاويل سره قطع نظر له غيبت وروسته د روژې له منځه تلل قطعاً خلاف قياس دي.

همدارنګه يو حديث دی افطر الحاجم والمحجوم يعنې څوک چې حجامت کوي او څوک چې حجامت ورته کوي د دواړو روژه ماتيږي، د همدغه حديث هم دا تاويل شوی چې د حجامت (ښکر) په لګولو سره چونکې روژه دار ته کمزوري پښيږي او د زياتې وينې وتلو په صورت کې د روژې ماتولو ويره کيدلای شي، همدارنګه د هغه کس په باره کې کوم چې ښکر ورته لګوي هم دا امکان شته چې د وينې کوم څاڅکی دې د هغه خيټې ته ولاړ شي، نو له همدې امله د احتياط له مخې رسول الله G فرمايلي چې په دې سره روژه له منځه ځي، که نه نو په اصل حقيقت کې په دې سره روژه له منځه نه ځي.

د حديث الغيبة تفطر الصيام  بر خلاف د دې مسئله دا ده چې که چيرته يوه کس د ښکر له لګولو وروسته د همدغه حديث له مخې په دې ګمان سره چې روژه له منځه ځي، قصداً خوراک څښاک وکړ نو په هغه باندې کفاره يوازې په هغه صورت کې لازميږي کوم وخت چې هغه د همدغه حديث په پورتني ذکر شوي تاويل باندې کوم چې له علماء کرامو څخه منقول دی خبر وه يا کوم فقيه يا مفتي دا فتوی ورکړې وه چې د ښکر په وهلو يا لګولو سره روژه ماتيږي، ولو که د هغه همدغه فتوی د حقيقت خلاف وي او د هغه ذمه واري په هغه باندې ده، او که چيرته د همدغه حديث تاويل ورته معلوم نه وه نو بيا کفاره نه لازميږي، په الغيبة تفطر الصيام او افطر الحاجم والمحجوم د دواړو حديثونو په احکامو کې پورتنی توپير له دې امله دی چې په غيبت سره د روژې ماتيدل نه يوازې دا چې خلاف قياس دي، بلکې د همدغه حديث په پورتني تفريق باندې د ټول امت د علماء کرامو اتفاق دی، کله چې د ښکر په لګولو سره د روژې ماتيدل نه يوازې دا چې خلاف قياس نه دي بلکې د همدغه حديث په پورتني تاويل باندې د امت د ټولو علماء کرامو اتفاق نشته، ځکه چې يو شمير علماء لکه امام اوزاعي  رحمه الله  او نور د همدغه حديث په ظاهر باندې په عمل کولو سره ويلي چې د ښکر په لګولو او وهلو سره روژه ماتيږي.

همدارنګه که يو کس په شهوت سره ښځې ته لاس ور وړي، يا له کومې ښځې څخه مچو واخلي، يا له کومې ښځې سره يو ځای بيده شي، يا له کومې ښځې سره له انزال پرته مباشرت فاحشه وکړي، يا رانجه ولګوي، يا له کوم ځناور سره بد فعلي وکړي خو انزال ونشي، يا په خپله دبره کې ګوتې ننباسي او دا ګمان وکړي چې روژه له منځه ولاړه، بيا قصداً څه خوراک څښاک وکړي نو په دې صورتونو کې هم کفاره هغه وخت لازميږي کله چې کوم فقيه يا مفتي د پورته ذکر شويو شيانو په باره کې دا فتوی ورکړې وي چې په دې سره روژه له منځه ځي، ولو که د هغه فتوی غلطه او د حقيقت خلاف وي، او که چيرته مفتي فتوی نه وي ورکړې نو کفاره نه لازميږي، ځکه چې په پورته ذکر شويو شيانو سره روژه نه ماتيږي.

په هغې ښځې باندې کفاره واجبيږي کومه چې د روژې په حالت کې له داسې کس سره په رضا رغبت او خوشحالي جماع وکړي کوم يې چې د جماع په کولو باندې مجبور کړی وي، نو په داسې صورت کې کفاره يوازې په ښځه باندې واجب ده په سړي باندې نشته.

که کومه ښځه په دې خبره وي چې فجر طلوع کړی او هغه خپل ميړه ته ور پټه شي، او د هغې ميړه له هغې سره ميله جوړه کړي (کوروالی ورسره وکړي) او دا ورته معلومه نه وه چې فجر طلوع کړی نو په همدې صورت کې هم يوازې په ښځه باندې کفاره واجب ده په سړي باندې نه واجبيږي ([5]).

د روژې قضاء عمري

پوښتنه : په يوه کس فرضي روژې پاتې دي، له بلوغ وروسته يې ډيرې پيوسته او ډيرې يې غير متواتر روژې نه دي نيولې، په همداسې صورت کې روژې او لمنځونه څه ډول اداء کړي؟.

ځواب : لمونځ او روژه له بالغ کيدو سره فرض کيږي، پس کوم وخت چې بالغ شوى وي له همغه وخت څخه دې حساب وکړي او د هرې ورځې پنځه فرضي لمنځونه او يو د وترو لمانځه قضائي دې را وګرځوي، او له همغه وخت څخه دې د هرې روژې قضائي راوړي او په روژه کې دې د رمضان تعين وکړي، مثلا : د لومړي رمضان روژې چې په ما باندې فرض شوې وې او ما نه دي نيولې د هغې روژې نيسم، په همدغه نيت سره دې يوه مياشت روژې ونيول شي، او وروسته دې د دويم رمضان روژې په همدغه ډول ونيسي، يا دې داسې نيت وکړي چې د اخيرني رمضان روژې کومې چې په ما فرض شوې وې او ما نه دي نيولې هغه نيسم ([6]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ٤، ص : ٥٩٠، بحواله : درمختار مع الشامي، ج : ٢، ص : ٤٢٣، منحة الخالق علي البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٩٨.

([2]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٦٢، بحواله : حاشية الطحطاوي علي مراقي الفلاح، ص : ٦٦٣، کتاب الصوم، باب مايفسد به الصوم، حاشية الطحطاي علي مراقي الفلاح، ص : ٦٧٨، کتاب الصوم، فصل : يجب علي الصحيح الامساک، ردالمحتار، کتاب الصلوة، باب الامامة، مطلب : شروط الامامة الکبرى، سورة المائدة، آية : ٢.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ٧٢.

([4]) فتاوى عباد الرحمن، ج : ٣، ص : ١٩٦، بحواله : الهندية، ج : ١، ص : ٣٧، کتاب الطهارة، الفصل الثاني في النفاس، خلاصة الفتاوى، ج : ١ – ٢، ص : ٢٣٣، کتاب الحيض، الفصل الخامس، البحر، ج : ١، ص : ١٩٤.

([5]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۳۰۸ – ۳۱۰.

([6]) فتاوى محموديه، ج : ١٠، ص : ١٦٣، بحواله : حاشية الطحطاوي، ص : ٤٤٦، باب قضاء الفوائت.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button