د ترکیې یوې پوځي هلیکوپټرې سقوط کړی

(کابل ټکی کام ۱۱ غبرګولی ۱۳۹۶) محمدحارث
د ترکیې هیواد یوې پوځي هلیکوپټرې پرون د ترکیې او عراق ترمنځ پولي ته نژدې سقوط کړی، په یاده هلیکوپټره کې ټول ۱۳ تنه پوځیان سپاره وو چې ټول وژل شوي دي.
یاده پېښه د ترکیې په سیرناک سرحدي سیمه کې را منځته شوي کومه کې چې دا هېواد د کُردانو پرضد عملیات مخ ته وړل کیږي. د ترکیې پوځ په یوه خبره شوې بیانیه کې دا یوه تصادفي پېښه بللې او ویلي یې دي چې دغه هلیکوپټرې له پورته کېدو وروسته د بریښنا له یوه مزي سره ټکر وکړ.
د ترکیې د هیواد پوځ، د قربانیانو هویت نه دی مشخص کړی خو د (D, H, E) ډی اچ ای په نوم خبري آژانس ویلي چې دغې هلیکوپټرې یو پوځي پلاوی د سیرناک د وضعیت د څېړلو لپاره سیمې ته لېږداوه.
ویل شوي چې په دغه پلاوي کې یو جنرال او شپږ افسران شامل وو.



