ایا رښتیا مونږ نه د عام ولس قاتلین ورک دي؟؟؟

لیکنه: هما “بدرۍ”
تېره ورځ سهار مهال په پلازمېنه کابل کې د یو موټر بم برید له امله شاوخوا ۸۵تنه ووژل شول او تر ۳۵۰ ډیر کسان ټپیان شول. چاودنه د کابل ښار وزیر اکبرخان مېنې په زنبق څلور لارې کې د اوبو د ټانکر په وسیله ترسره شوه.
چاودنه په داسې یوې سیمه کې رامنځته شوې چې دې سیمې ته یې د داخلیدو لپاره د یوه بهرني سفارت اجازه کارت (کلیرنس کارډ) هم درلود.
سره له دې چې چاودنه د المان او یوشمیر نورو بهرنیو سفارتونو ته په ډیر نیږدي واټن کې شوې خو د هغې ټول قربانیان بیا هم افغانان دي. خو!
خبره داده چې ایا په رښتیا هم د افغان حکومت څخه تل د دغسې وحشي بریدونو عاملین ورک وي؟؟
او که د افغان بې چاره ولس په ستګرګو کې دتل په څېر خاورې شیندي.
یاد وحشي برید له ځان سره بلا شکونه او سوالونه لري.
۱څنګه کیدلای شي چې په یاده سیمه کې یو ستر برید د داسې یو ټانکر په وسیله ترسره شي چې داخلیدو لپاره د یوه بهرني سفارت اجازه کارت (کلیرنس کارډ) هم لري؟!
۲ څنګه کیدای شي چې په داسې سیمه کې چې شاوخوا یې ټول بهرني سفارتونه شتون ولري او بیا دې هم په پېښه کې ټول قربانیان افغانان وي؟؟!
۳ څنګه کیدای شي چې ملي امنیت دې د دومره ستر برید مخه په ورځو او هفتو کې ونشي نیوای او پایلې دې بیا په یو ساعت کې اعلان کړي او دتېر په څېر دې پړه بیا په حقاني شبکې واچوي؟؟؟
یاد وحشي برید ډېرې پوښتنې له ځان سره نورې هم لري، خو! اصلي او مهمه پوښتنه داده چې،
ایا رښتیا مونږ نه د عام ولس قاتلین ورک دي؟؟؟
نه، هېڅکله هم نه!
مونږ دومره هم غافله نه یو چې هره اونۍ دې داسې وحشي برید کېږي چې هدف او قاتلین یې په ټوله کې مونږ افغانان واوسو او له مونږ څخه دې بیا خپل قاتل ورک هم وي.
زمونږ دعام ولس قاتلین نه خو حقاني شبکه ده او نه هم داعش؛
زمونږ د ولس قاتلین د ګډ حکومت مشران دي او بس.
ځکه حقاني شبکه خپل هدفونه لري، چې په وینا یې نظامي ډګرونه او خارجي اشغالګر او لاسپوڅي یې په نښه کوي، چې پروني برید کې نه خو اشغالګر ول، نه نظامي ډګر او نه هم شبکې یې پړه پر غاړه واخیسته.
او داچې داعشیانو دې کړی وي؟
هو! منم چې داعشیانو به کړی وي، ځکه دهغوی موخه او کړنې همدې ته ورته دي.
خو راځئ چې دواعش وپیژنو!
داعشیان څوک دي ؟؟؟
داعش په حقیقت کې د امریکایي استخباراتو دویم نوم دی، چې پدې کې د ځینو نورو ملکونو استخابارت هم پوره لاس لري چې ND S يې پکې فعاله ډله شمیرل کیږي.
پورتنیو شکونو او پوښتنو ته په کتو سره، ښایي دغه وحشي برید دې د حنیف اتمر (NDS او ګلبدین په مرسته دواعشو تر سره کړی وي.
ځکه دوي پلورل شوي دي او همدوی دواړه افغان وژنه کې ستر مهارتونه لري. او بیا چې دواعش ورسره شي نو خود به تل د افغانانو وینې دارې وهي.
او بیا د اشغال په شتون کې تل د ملت قاتلین ورک او مجهول وي!!!
د یو پر امنه او سپېڅلي اسلامي نظام په هیله.


