د کابل مرګونې پېښه؛ د حکومت ژوندۍ بې کفایتي!!

سرلیکنه

د کلونو په دوام د کابل په مرکز او ټول هېواد کې جګړه روانه ده، په هر ولایت او هره سیمه کې مرګوني بریدونه دوام لری؛ خو د تیرې ورځې پیښه چې تر سلو پورې کسان پکې ووژل شول، د معلوماتو له مخې تر څلورو سوو پورې پکې ژوبل شوي دي، په حقیقت کې یوه مرګونې پیښه وه. خو پوښتنه دا ده چې تر څو به د دې بې کفایته حکومت په دوام سره افغان ولس د دې مرګونو پېښو ښکار کېږي؟

تر څو پورې به د دې حکومت چارواکي د خپلې ناکامۍ او بې کفایتۍ پړه پر نورو ور اچوي؟
افغان ولس ته خو موجوده حکومت د کمپاین پر مهال لومړی د امن ضمانت ورکړی ؤ، چې دواړو ډاکټرانو به د خپل کمپاین پر مهال ویل، زموږ د کارونو لومړیتوب به د امن ټینګښت وي؛ څه شو هغه لومړیتوب؟ څه شو هغه کمپایني امن چې دا دی په هېواد کې ورځ په ورځ په ځای د دې چې امن او سوله راشي، د بې کفایته واکمنو د کړنو له امله ولس په خپلو وینوکې لمبیږي؟؟
حکومت د خپلې بې کفایتۍ له امله په هېواد کې جنګي مورال بایللی دی، اوس پر نورو هېوادونو د تورونو په پورې کولو خپل سیاسي لوری هم د نشت برابروي.
 
په هېواد او په ځانګړې توګه په کابل کې بې شمیره مرګونې پیښې وشوې، په کې مرګونه وشول، خو د کابل د تیرې ورځې پیښې ته چې وکتل شي نور نو باید دا حکومت ولس ته د خپلې واکمنۍ پر دوام دوکه ورنکړي، نور باید استعفا وکړي، نور باید دا ولس په یوه او بل نامه ونه وژني، نور باید د جګړې دوام ته زمینه برابره نکړي، نور باید خپله بې باوره واکمني پر افغان ولس ور ونه تپي.
 
په کابل کې چې تل مرګونې پېښې شوې دي، ګاونډیو، د سیمې او نورو دوستو هېوادونو پرې خپلې خواخوږۍ څرګندې کړې دي؛ خو په دې تازه پېښه هغه هېوادونو خواخوږي ښودلې ده چې دمخه یې په یوه پېښه هم نه وه ښودلې.
 
د ملګرو ملتونو د بشر د حقوقو د ادارې لخوا په افغانستان کې په ټولو بدمرغو پېښو اندیښنه ښوول کېږي، خو دا ځل د ملګرو ملتونو تر څنګ مصر، اردن، قزاقستان، پاکستان او نورو دوستوهېوادونو په دې پېښه خپله خواخوږي ښکاره کړه او دا ورته په ثبوت ورسېده چې په کابل کې موجوده اداره د خپلې بې کفایتۍ له امله نور د حکومت کولو توان نه لري.
 
موږ به د موجوده حکومت سره دا هم ومنو چې په دې مرګونې پېښه کې د نورو استخباراتو لاس دی، خو تر څو به د نورو استخباراتو د لاس له امله افغان ولس په دا ډول مرګونو پېښوکې وژل کېږي؟
 
دا د موجوده حکومت بې کفایتي ده چې د نورو د استخباراتو د فعالیتونو مخه نه شي نیولای، افغان ولس به په دا ډول پېښو کې وژل کېږي او ولس ته به همدا ویل کېږي چې په پېښه کې د نورو هېوادونو د استخباراتو لاس ؤ.
 
دا ډول چاودنې او د حکومت پر ګاونډیو هېوادونو د لاس لرلو تورونه خپله د سولې ړنده پروسه چې په کال کې یو قدم پورته کوي، د ناکامۍ سره مخ کوي او مخ ده.
 
په کابل کې چې د دا ډول بریدونو مخه نه نیول کېږي، د لویو لارو بندول دې دوام ولري، ولسوالۍ دې یو پر بلې پسې وسله وال طالبان نیسي؛ بیا نو د دې بې کفایته حکومت دوام ولس ته څه ګټه لري؟
 
بیا نو افغانستان ته د امریکا د نورو پوځونو رالیږل د څه لپاره دي؟ بیا نو په افغانستان کې د سولې لومړی کوم قدم دی چې ولس پرې باوري شي؟ له دې نه دا څرګنده شوه چې حکومت نور د ولس د سر او مال د ساتنې توان نه لري، باید استعفا وکړي.
 
که د حکومت بې کفایتي په همدې ډول دوام ولري او لکه د ترکیې په څېر هېوادونه له افغانستانه د خپلو دیپلوماتانو د ایستلو پریکړه کوي، خپله به دا حکومت استعفا ته اړ شي. ښه دا ده چې نور دې افغان ولس په اور کې نه سوځوي او په خپله بې کفایتۍ دې اعتراف وکړي، استعفا دې وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button