کابل لاريون کې د مشرانو جرګې د مرستيال ځوی وژل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶غبرګولی ۱۲) الماس خدرخېل

د کابل د وروستۍ چاودنې په تړاو له سهار راهيسې د يو شمير هېوادوالو له لوري لاريون روان دی، چې په دغه لاریون کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستيال محمد علم ايزيار ځوی هم وژل شوی دی.

د مشرانو جرګې د مرستيال زوی، سالم ایزدیار

ايزديار ته نږدې کسانو ازادۍ راډيو ته ويلي، چې نوموړی د مظاهره چيانو او پوليسو تر منځ په نښتو کې وژل شوی دی.

لاريون کوونکي ډیری يې د شمال ټلوالې او د رباني د ګوند غړي او پلويان دي چې ځينې يې په پوځي لباس او وسلې هم لري.

لاريون کونکو په ولسمشر اشرف غني، حکمتيار او د حنيف اتمر پر ضد شعارونه ورکول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین جنرال مراد علي مراد رسنیو ته وویل چې په ننني لاريون کې یو شمېر پولیس او مظاهره چیان ټپیان شوي هم دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button