د کابل ځورونکی برید چا وکړو او بیا په طالب ولې تپل کیږي؟

لیکنه : اولیاء عمري

د طالب دوه ځلې په رسمې طور درته اعلان وکړو چې د کابل برید غندم او زه داسي کار نه کوم نو البته دا کار ما نه ده کړی

طالب چې کوم کار کوي بیا دغسي په نره توره هم وایي چې ما کړی بیا په رسمې توګو یې پړه په غاړه اخلي

هغه وایي چې زه خپله ولس یم او ولس مې زړه ده زه داسي کار هیڅ کله نه کوم چې قربانیان یې مظلوم ولس وي او نه ماته اسلام او شریعیت دا اجازه را کوي

هغه وایي چې زما مبارزه او دښمنې له کافر او د هغه مخته جارو وهونکي سره ده ولې چې هغه خالص زما نه بلکې د ټول اسلام او د ملت دښمنان دي .

دا چې ته پسي لګیا یې دا کار طالب کړی تا چیرته ثبوت موندلی چې په داسې ډاګه سره وایي چې دا کار طالب کړی دا خبره خو هاغه جارو وهونکي کوي او په زور یې په طالب ور تپې چې ګواکې د دغه برید عامل طالب ده

د امریکا مخته د جارو وهونکو هم عجیب منطق دي یو کار او برید له کلونو کلونو پلانیږي خو د ده استخبارات هیڅ نه په خبریږې خو بیا چې دلته دا برید وشو نو د دوی محضي په نامه استخباراتو ته د ګوتو په شمار سعتونو کې معلومه شوه چې دا برید طالب وکړو

اصلا که مونږ ځیر شو چې د برید ځای مشاهده کړو نو به مونږ ته روښانه شي چې دا خو موټر بم نه شي کیدلای ولې موټر بم دومره لاندې ځمکه نه کیندي په یقیني طور سره د ننګرهار غوندي مور بم یا ترور بم به درته معلوم شي

او هوایي برید هم امریکا کوي اوس لځکه یې مخته جارو وهونکي دا خبره کوي طالب وکړو او پړه په طالب تپي چې له لوړې خوا د بادار یې امر کړی چې زه پکې بدنام نه شم او بادار یې اوس که څه هم چوپ ناست ده خو د خپلو جارو وهونکو په مټ غیږي

بل تلو نیوز ته نن دا ده یو کس چې سمندر نومیږي څو وسپنې را وړې او ادعاء کوي چې دا موټر بم نه وو بلکي هوایي بم وو چې پورزې یې دا دي

دا که هوایي بم وو خو بیا هم امریکا کړی او که موټربم وو او داعش کړی وي بیا هم امریکا کړی ولې چې داعش د امریکا خپله پروژه ده

بس آې ولسه ولې د دغو جارو وهونکو مخته ناست یاست چې هغه په سترګو کې خاوري در اچوي او تاسو خوند پرې اخلئ لیږ فکر وکړئ چې څه روان دي او چا روان کړي دي او له چا سره یې روان کړي دي او ولې یې روان کړي دي؟

اې ولسه ! طالب خو ټول عمر ستا د پت،عزت خوندي کولو لپاره لاس په سر کې نیولی ګرزي ته بیا ولې د امریکا او د هغو مخته جارو وهونکو په دا مرداره خوله باور کوې او په طالب یې د دوی په شانتي تپې بیا ستا او د دوی څه فرق شو هغه خو لا تر تا ښه شو له کفر څخه په دغو درواغو معاش اخلې ته خو معاش نه اخلې او په طالب پسي بد رد او سپکې سپورې وایي

اې ولسه! ته یو وار لیږ الله ته مخ کړه او کفر او ګوډاګیانو ته یې ته شاه کړه او الله درکړی دماغ لیږ په کار واچوئ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button