
په پلازمېنه کابل کې د نن ورځي لاریون په تاوتریخوالي واوښت چې په پایله کې یې د پولیسو په ډزو ۵ تنه لاریون کوونکي ووژل شول او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شول.
نن سهار سلګونو کسانو په کابل ښار کې د حکومت په ضد لاریون وکړ. لاریون هغه وخت په تاوتریخوالي بدل شو کله چې لاریون کوونکو هڅه وکړه ځان د ارګ خوا ته ورسوي، خو پولیسو یې مخه ونیوله او د مخنیوي لپاره یې هوايي ډزي وکړې. له ډزو وروسته پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او پر مظاهره کوونکو یې اوبه وشېندلې.
د دې تاوتریخوالي له امله ۵ تنه وژل شوي دي او شاوخوا ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي؛ د ځینو رسنیو په خبره په ننني لاریون کې ۷ تنه وژل شوي دي. ویل کېږي په وژل شویو کسانو کې د مشرانو جرګې د مرستیال محمد علم ایزدیار زوی، سالم ایزدیار هم شامل دی.
د نن ورځي په لاریون کې د ګډ حکومت د مخالفو سیاسي ډلو مشران هم و.
د جمعیت اسلامي ګوند غړي، احمد ضیا مسعود ویلي چې د ګډ حکومت تر استعفا پورې به مظاهرې کوي. احمد ضیاء مسعود وايي د نني لاریون موخه یې د موقت حکومت رامنځ ته کول دي.
بل خوا د ارګ له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې له مظاهره کونکو غوښتل شوي، چې خپلې غوښتنې دې د خبرو او مفاهمې له لارې له دولت سره شریکې کړي.
کابل کې ننی لاريون په تاوتريخوالي اوښتی



