هند داسې توغندي ازمویلی چې اټومي سرګلولې هم لېږدولی شي

(کابل ټکی کام ۱۳غبرګولی۱۳۹۶) محمدحارث
هند هیواد د یو داسې توغندي ازموینه کړې چې له ځان سره د اټومي سرګلولو د انتقال وړتیا هم لري، د جمعې په ورځ د هندي ځواکونو « پرتوي-۲» بالیستیکي توغندی، چې د اټومي سرګلولو د انتقال وړتیا هم لری، په بریالیتوب سره آزمویلی.
د هند ورځپاڼي “ټایمز” د راپور له مخې یاد بالیستیک توغندی د هند هیواد په “اوړېشه” ایالت کې د ګرځنده پلاتفورم څخه توغول شوی.
دغه پرتوي ـ ۲ بالیستیکي توغندی کولای شي د ۳۵۰ کیلومترو په واتڼ مزل وکړي، او په خپل هدف ولګیږي. او همداراز کولی شي له ۰،۵ څخه تر ۱ ټنو د وزن په اندازې سره اټومي سرګلولې له ځان سره ولیږدوي. هېره دې نه وي چې دداسې توغنديو لومړنی آزموینه په ۱۹۹۶ زیږدیز کال کې ترسره شوی وه.



