داعش په موصل کې تر ۱۲۰ زیات ولسي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳ غبرګولی ۱۳۹۶)محمدحارث

د راپورونو له مخې داعش وسله والو په دوه ورځو کې د عراق د موصل په ښار کې تر ۱۲۰ زیات ملکي‌ وګړي‌ وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغو ملکیانو هڅه کوله تر څو ددوی تر ولکې لاندې سیمو څخه ځانونه وباسي. د عراق د پولیسو یو تن چارواکي‌ دارګام الحیدري‌‌ رسنیو ته ویلي‌:‌” داعش ډلې یواځې په تېرو دوه ورځو کې تر ۱۲۰ ډیر ملکي‌ وګړي‌ د موصل ښار په لویدیځه څنډه کې وژلي‌ دي.

هغه وويل” وژل شوو ملکیانو چې غوښتل یې د دوی تر واک لاندې سیمو څخه ځانونه وباسي داعش ډلې نیولي او بیا یې وژلي او په وينا يې دغې ډلې دا کار د نورو ملکیانو د وېرولو لپاره کړی؛ تر څو له سیمې څخه د وتلو هڅه ونه کړي.

له یادې سیمې څخه هغو کسانو چې په تېښته بریالي‌ شوي‌ دي‌ ویلي‌:‌ چې د موصل په لویدیځه څنډه “زنجیلي” سیمه کې د سړکونو په غاړو کې تر ۱۲۰ تنو څخه د زیاتو ملکي‌ وګړو مړي‌ پراته دي.

د عراق دولتي چارواکي وایي داعش ډله له ملکیانو څخه د سپر په توګه کار اخلي.

د سرچينو په وینا عراقي‌ ځواکونو د زنجیلي، شفا او ساحه الاولی د کلیو د نیولو په خاطر حرکت پیل کړی دی.

عراقي ځواکونو د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي چې لا هم دوام لري. د دغو عملیاتو تقریباً یو کال پوره کیږي خو لا هم د موصل ښار ځینې سیمې د داعش وسله والو تر ولکې لاندې دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button